کور پاڼه / لوبي / مجيب او لوکېش راجستان مات کړ

مجيب او لوکېش راجستان مات کړ

د افغانستان د مجيب الرحمان خوندوره توپ اچوونه او د لوکېش راهول په زړه پورې توپ وهنې کنګز اليون پنجاب لوبډله بريا ته ورسوله، چې له راجستان رايلز څخه يې په ٦ ويکټو بريا خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ په ٣٨ لوبه کې کنګز اليون پنجاب او راجستان رايلز مخامخ شول.

د لوبې پچه پنجاب وګټله او راجستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

راجستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې وکړې، چې جوس بټلر ٥١، سنجو سمسون ٢٨ او شرياس ګوپال ٢٤ منډې وکړې. د پنجاب له لوري بيا مجيب الرحمان تر ټولو ښه توپ اچوونه وکړه، چې په ٤ اورونو کې يې ٢٧ منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي يې وسوځول.

مجيب الرحمان په نننۍ لوبه کې د جوس بټلر، بين سټوکس او جوپرا آرچر ويکټې واخيستې.

لوکيش راهول په نننۍ لوبه کې ٨٤ منډې وکړې

د هدف پوره کولو لپاره د پنجاب له خوا لوکيش راهول او کرس ګيل توپوهنې ته راووتل، که څه هم کرس ګيل ونه ځلېده، خو لوکيش راهول بيا ډېره خوندوره توپوهنه وکړه او په ٥٤ توپونو يې ٨٤ منډې وکړې، کرون ناير ٣١ او مارکوس سټوينيز ٢٣ منډې وکړې. پنجاب په ١٨.٤ اورونو کې د ٤ ويکټو په تاوان ١٥٥ منډې وکړې او په ٦ ويکټو يې بريا ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړى د افغانستان ورو مخکښ توپ اچوونکى مجيب الرحمان غوره شو، چې په ٤ اورونو کې يې درې مهمې ويکټې اخيستې وې، چې يوه پکې د بين سټوکس هم وه، چې د هند په تجارتي ليګ کې تر ټولو ګرانبيه لوبغاړى دى.

همدا راز نن د ممبۍ انډينز او ککلته نايټ رايډرز لوبه هم ترسره شوه، چې ممبۍ انډينز پکې کلکته نايټ رايډرز ته په ١٣ منډو ماته ورکړه او هاردک پانديا پکې د لوبې غوره لوبغاړى شو.

په پرونۍ لوبه کې چې د سنرايزرز حېدراباد او ډيلي ډير ډيويلز ترمنځ ترسره شوه، د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان پکې ډېره ښه توپ اچوونه وکړه، چې په ٤ اورونو کې يې ٢٣ منډې ورکړې او ٢ مهم لوبغاړي يې وسوځول. په لوبه کې حېدراباد ډيلي ته په ٧ ويکټو ماته ورکړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان ته ورکړل شوه.

Loading...

بیا وګوره

آى پي ايل: راشد خان ډېره ښه لوبه وکړه، ٢ ويکټې يې هم واخيستې

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان د سنرايزرز حېدراباد او چناى سوپر کنګز …

آى پي ايل: چناى حېدراباد مات کړ او پايلوبې ته لاړ

د هند تجارتي ليګ د کواليپاى پړاو په لومړنۍ لوبه کې چناى سوپر کنګز سنرايزرز …