The news is by your side.

د اوربند په اړه افغان حکومت به خپله پریکړه سبا وکړي

د افغانستان اجرائيه رياست وايي، د اعلان شوي اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه به تر سبا شنبې پورې خپل دريځ روښانه کړي.

د د کوچني اختر د راسېدو په مناسبت ولسمشر غني د طالبانو په وړاندې یې اوه ورځې اوربند اعلان کړ چې له هغې وروسته طالبانو هم د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

د راپورونو په اساس د طالبانو د اوربند د پای په درشل کې ولسمشر غني یو ځل بیا د لسو ورځو لپاره اوربند وغځوه او له طالبانو څه یې هم وغوښتل چې خپل اوربند وغځوي، چې د طالبانو له خوا ور نه کړل شو او د دغې ډلې جنګیالیو د امنیتي ځواکونو په وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړل.

راپورنونه وايي چې د افغانستان اجرائيه رياستد اعلان شوي اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه به تر سبا شنبې پورې خپل دريځ روښانه کړي.

د یاد رياست مرستيال وياند اميد ميثم وايي چې  حکومت په هڅه کې دی چې د خبرو او سولې له لارې په هېواد کې د ثبات شاهدان اوسو، دا هڅې دوام لري، خو دا چې موږ لا نور څه سیاست پر مخ وړو په دې اړه خپل دریځ د شنبې په ورځ له خلکو او نړیوالو شریکانو سره شریکوو.

په ورته وحت کې د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش   وايي چې که وسله وال طالبان اوربند ته لبیک نه وايي، په وړاندې به يې پوځي مبارزه دوام پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي ځواکونه په نهو ولایتونو کې د طالبانو د خوځښتونو په دفاع کې بوخت دي. له دې ډلې د فاریاب، کندوز، او میدان وردګ ولایتونه د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو شاهدان دي.

په فاریاب ولایت د دغو جګړو له امله د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د خلکو پنځه ورځني اعتراض دوام لري.

د فاریاب اوسېدونکي د یو طرفه اوربند له پای ته رسېدو وروسته د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار د احتمالي پرځېدو په اړه اندېښنه لري.

د فاریاب یو تن اوسېدونکی وايي:«زموږ لپاره شرط مه اېږدئ، زموږ امنیت خوندي کړئ له خدایه ووېرېږئ.»

اخوا په کابل کې د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه ولایت پر امنیتي حالت اندېښنه لري.