کور پاڼه / منځ پانګه / ټرمپ په ايران د سختو بنديزونو خبر ورکړ

ټرمپ په ايران د سختو بنديزونو خبر ورکړ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلو اروپایي متحدییو مشورې ته له پام پرته اعلان وکړ چې پر ایران به هغه ټول بندیزونه بېرته ولګوي چې په ۲۰۱۵ کال کې د دې تړون د لاسلیک کېدو پر وخت لرې شوي وو. په ورته وخت کې ایران په سملاسي توګه اعلان کړی چې د یورانیمو د غني کولو پروسه به بیا پیلوي. ایراني چارواکو ویلي  په دې کار سره کولی شي چې هستوي انرژي او ان وسلې تولید کړي. د راپورونو په اساس د ايران اتومي پروګرام پر سر تړون په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د امریکا په ګډون د شپږو نړيوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ شوی و. بلخوا د ډونلډ ټرمپ په دغې پرېکړې د فرانسې ولسمشر امانول مکرون ، فرانسې، جرمني او بريتانيا خواشيني ښودلې ده.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

ډنمارکۍ وزيره: روژه په خوله مسلمانان د ټولنې لپاره خطرناک دي

د ډنمارک هېواد د کډوالو وزيرې پر يوه بيان باندې خلک ډېر غوسه دي. نوموړې …