کور پاڼه / لوبي / پریتی زینتا وايي زمونږ خپل کوچني زمری، تر هر بل زمري لوړغوریږي

پریتی زینتا وايي زمونږ خپل کوچني زمری، تر هر بل زمري لوړغوریږي

د پنجاب پاچاهانو مالکه پریتی زینتا په وروستیو لوبو کې د وتلي افغان لوبغاړی د مجیب الرحمن د غوره کړنو ستاینه وکړې.

پریتی زینتا په خپل ټویټر پاڼه کې له مجیب الرحمن سره خپل ګډ انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې «زمونږ خپل کوچني زمری چې تر هر بل زمري هم لوړغوریږي. مجیب د هند د غوره په ۲۰۱۸ په سیالیو کې ښه روان دی

دا په داسې حال کې ده چې مجیب الرحمن د یکشبنې په شبه د راجستان رویالز په وړاندې په لوبه کې له څلورو اوورنو څخه او د ۲۷ منډو مقابل کې درې ویکټې ترلاسه کړه.

دغه لوبه د مجیب الرحمن لوبډله یا د پنجاب پاچاهو د شپږو ویکټو په توپیر وګاټه.

د لوبې پچه د پنجاب پاچاهانو لوبډله وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې په ترڅ کې یې د راجستان رویالز د ۹ ویکټو په سوځېدو او له ۲۰ اوورنو څخه یې ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

خو د پنجاب پاچاهانو لوبډله وتوانید ورکړل شوې هدف د ۴ ویکټو په سوځېدلو سره په ۱۸،۴ اوور کې پوره کړي.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

آى پي ايل: راشد خان ډېره ښه لوبه وکړه، ٢ ويکټې يې هم واخيستې

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان د سنرايزرز حېدراباد او چناى سوپر کنګز …