کور پاڼه / لیکنې / د افغان سولې لپاره د اندونيزيا عملي ګام

د افغان سولې لپاره د اندونيزيا عملي ګام

 
سولې ته د رسېدو لپاره د ملي یووالي حکومت د څو په لړ کې د ځل د افغانستان پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان په جاکارتا ښار کې، تر یوه واحد چتر لاندې را ټولیږي او سولې ته د رسېدو پر لارچارو بحث کوي. د دغه بحث کوربه توب د اندونیزیا دولت کوي. د دغې غونډې د جوړېدو پرېکړه  کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر د سفر پرمهال وشوه. په نوموړې ناسته کې  که څه هم د دولت مخالفو وسله وال ډلو، استازي نشته خو غونډې ته له پاکستان څخه داسې دیني عالمان را غوښتل شوي چې په دغه هېواد کې پر میشتو وسله والو ډلو او اروپکو نفوذ لري او کولای شي په غونډه کې د طالبانو د ځای  تشه تر یوه حده ډکه کړي. دا ځکه چې په پاکستان کي مذهبي مشران او دیني عالمان په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړې او ترهګریزې ډلې د افغان دولت پر وړاندې د جګړې شدت ته هڅوي. د افغانستان د سولې لپاره د اندونیزیا همکاري او د سولې په پروسه کې د دغه هېواد منځګړيتوب ځکه مهم دی چې په پاکستان کې   له مېشتو دیني عالمانو سره نېږدې اړیکې لري او له دې اړیکو څخه  کېدای شي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ  د سولې او روغې جوړې په برخه کې ګټه پورته شي.
دکابل – جاکارتا سیاسي اړیکې
د افغانستان او اندونیزیا اړیکې شاوخوا نیمه پېړۍ مخینه لري. افغانستان لومړنۍ هېواد و چې په ۱۹۴۹ کال کې يي په اندونیزیا  کې د انقلاب تر پای ته رسېدو وروسته دغه هېواد په رسمیت وپېژاند او ورپسې په کال ۱۹۵۴ کې د دواړو هېوادونو رسمي اړیکې  جوړې او پیل شوې. کله چې د طالبانو واکمنۍ نسکوره شوه د کابل او جاکارتا ترمنځ سیاسي اړیکې یو ځل بیا تودې شوې خو د ملي یووالي حکومت په دوره کې دغو اړیکو ته ډېره توجه وشوه. جمهور رییس تېر زیږدیز کال جاکارتا ته سفر وکړ.  د سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې په برخه کې د همکارۍ په ګډون په پر یو شمېر مهمو موضوعاتو هوکړې وشوې. له هغه وروسته  د اندونیزیا ولسمشر کابل ته سفر وکړ او ژمنه يي وکړه چې د سولې په برخه کې به له افغان حکومت سره مرسته او همکاري کوي. د اندونیزیا ولسمشر تر دي دمخه چي کابل ته راشي پاکستان سفر وکړ او هلته يي په سیمه کې د ثبات سولې ته د رسیدو او سیمه ییزو ستونز د هواري پر سر له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې. 
په سوله کې د اندونیزیا ونډه
په اندونیزیا کې د نړۍ تر ټولو ډېر مسلمانان اوسیږي او لوی اسلامي مراکز هم  فعالیت کوي چې په سیمه کې د یوه بې پرې او بې طرفه هېواد په توګه پېژندل شوی دی. د اندونیزیا هېواد په اسلامي نړۍ کې له یوه مناسب موقف او بارو څخه برخمن دی. د اندونیزیا هېواد د ملي یووالي حکومت د سیاست  په پنځه کړییز سیاست کې په دویمه کړۍ کې چې د اسلامي نړۍ هېوادونه دي،  شاملیږي. جاکارتا او کابل  چارواکو ترمنځ متعدد سفرونه شوي چې دا د افغانستان په سوله کې د اندونیزیا هېواد د دلچسپۍ ښکارندويي کوي.په همدې لړ کې د افغانستان د سولې عالي شورا  کریم خلیلي هم اندونیزیا ته سفر وکړ چې د سولې په برخه کې د اندونیزیا دولت او خلکو همکاري تر لاسه کړي. 
 اندونیزیا د افغانستان په څېر د کړکیچ او ناورین تجربه لري او دوی کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې له خپلو تجاربو کار واخلي او په دې هېواد کې د سولې او روغې جوړې لپاره د یوه ښه منځګړي نقش ولوبوي.
پایله 
دا خو څرګنده ده چې د افغانستان جګړه مذهبي اړخ لري او د افغانستان ګاونډۍ استخباراتي ادارې په همدې پلمه په سیمه کې د خپلو سیاسي موخو د تعقیب لپاره وسله ال طالبان او ځینې نورې ترهګریزې شبکې د یوې حربې په توګه کاروي. د دغې جګړې د مردود بللو لپاره د اسلامي نړۍ واحد غږ اړتیاوه چې  تر اوسه يي د پورته کولو لپاره ملي اجماع نه وه رامنځ ته شوې.  په جاکارتا کې به د افغانستان پاکستان او اندونیزیا د دیني علمانو ناسته به د سعودي عربستان په جده کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د لويي غونډې د پریکړو لپاره یوه ښه پېش زمینه وي. د سعودي عربستان په ناسته کې به د درستې اسلامۍ نړۍ دیني عالمان په یوه واحد غږ په افغانستان کې د جهاد تر نامه لاندې روانه جګړه ناروا وبلي او له وسله والو ډولو به هم په کلکه وغواړي چې په افغانستان کې روانو ستونزو ته د مفاهمې او مذاکرو له لارې حل لار ولټوي. که څه هم تمه نشته چې په لنډ مهال کې به د افغانستان سولې په تړاو د دغو ناستو پایلې په افغانستان کې  روانې جګړې ته پای ټکی کېږدي خو کولای شي  د جګړې له کمېدو سره مرسته وکړي او په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو لپاره حد اقل زمینه برابره کړي.
لیکوال؛ سمیع عزیزي
Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

يوه ننګرهاري د خپریدو په موخه  موږ ته دا پیغام رالیږلي دي . د ننګرهار …

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …