کور پاڼه / راپورونه / د ۱۴ ولایتونو لپاره نوي امنیه قوماندنان معرفي شول

د ۱۴ ولایتونو لپاره نوي امنیه قوماندنان معرفي شول

د کورنیو چارو وزارت وايي د څوارلسو ولایتونو او د پولیسو د دوو زونونو لپاره نوي امنیه قوماندنان او د زونونو قومندانان بدل شول او پرځای يېنوي قوماندان معرفي شوي دي

د کورنیو چارو له وزارت نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي پدغو نویو ګمارنو کې پاسوال خلیل الله د ۳۰۳ زون قومندان او مل پاسوال راز محمد د ۸۰۸ زون د قومندان په توګه ګمارل شوي دي.
همدا راز وايي عبدالباقي نورستاني د کندز، امین الله امرخیل د هرات، عبدالرحمن اقتاش د تخار، اختر محمد نورزی د خوست، نبي جان ملاخیل د فاریاب، عبدالقیوم باقي زوی د سرپل، محمد ابدالي د لوګر، عبدالروف ارزګاني د لغمان، فرید مشعل د غزني، سید عباس سادات د نورستان، محمد صابر د بدخشان، غلام سخي غفوري د دایکندي او احمد فهیم قایم د بادغیس لپاره د امنیه قومندانانو په توګه ګمارلشوي دي.

خبر پاڼه زیاته وي دغو نويو معرفي شویو امنیه قومندانانو نه وغوښتل شول، چې فساد سره دې کلکه مبارزه وکړي. دا نوي قوماندان د کورنیو چارو په وزارت کې په یوه غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم په کې ګډون درلود ددغه وزارت منسوبینو ته معرفي شول.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

حکمتيار: ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پل تخنيک پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره …