ډبلیو ایچ او کرونا وایرس رسمأ نړۍ واله وبا اعلان کړه

خبریال ویب پاڼه / ډبلیو ایچ او یا د روغتیا نړۍ وال سازمان اعلان وکړ چې کرونا وایرس یوه نړۍ واله وبا ده او د وبا په څېر چلند دي ‌ورسره وشي .

د روغتیا د نړۍ وال سازمان ډایرکټر ټیډروس ایډهانوم Tedros Adhanomوايي چې دا وایرس اوس په نړۍ واله کچه په تېزي سره په پراخېدو دی او باید مخ نیوی یې وشي .

  ډاکتر ډیډوس د نړۍ پر ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د کرونا وایرس هر اخته ناروغ ته دي رسیده ګي ‌وکړي‌ او بېړني اقدامات دي وشي .

د روغتیا نړۍ وال سازمان وايي چې هر هیواد دي روغتونونه تیار وساتي او خپلو روغتیايي کارکونو کو ته دي تربیه او ددغه وایرس سره د چلند پوهاوی ورکړل شي .

د روغتیا نړۍ وال سازمان وايي‌چې دا وایرس د ژوند هره برخه زیانمنوي‌او په کار ده چې هر هیواد په بېړنۍ او زړه وره توګه ددغه وایرس مخنیوي ته راودانګي ؛ د ډاکتر ټیډروس په وینا چې ځینو هیوادونو وښودله چې دا وایرس کنټرولیدلای شي .

کرونا وایرس تر دم ګړیه د نړۍ (۱۱۴) هیوادونو کې خپور شوی ؛ چې ټول ټال یې تر دم ګړیه ۱۰۱۸۰۰۰ یو لک اتلس زره کسان نیولي دي .

په چین او سویلي کوریا کې ددغه وایرس د مخنیوي هڅي ګړندۍ او د نویو کیسونو شمېرې مخ په کمېدو دي .

د کرونا نړۍ والي ‌وبا ددغه راپور د لیکلو تر مهاله په ټوله نړۍ کې (۴۲۹۹) کسان وژلي دي .

له چین نه بهر د کرونا وایرس تر ټولو ډېر تلفات په اروپايي هیواد اټلي کې اړولي‌او (۶۳۱) کسان یې وژلي دي .

په ایران کې (۳۵۴) په جنوبي‌کوریا کې (۶۱) په فرانس کې (۳۳) په سپین کې (۴۷) په جاپان کې (۱۹)

بریتانیا کې (۷) او جرمني ‌کې ۳ کسان وژلي دي .

د ډبلیو ایچ او له لوري ‌د وبا اعلانول دا معنا لري‌چې دا وایرس په بېړه د انسانانو ژوند ته ستونزي پېښوي .

نړۍ واله وبا هغه ناروغي ‌ته وايي چې په نړۍ کۍ تر نیمايي په زیاتو هیوادونو کې خوره شي .

د جرمني چانسلره آغلې میرکل وايي چې ددغه وایرس د مخنیوي ‌هر ډول هڅه باید وشي ‌او ددې په آتکل ښايي د هیواد ۷۰ سله وګړي چې شاوخوا ۵۸ میلیونه کېږي دا وایرس ونیسي .

د کرونا د مخنیوي لارې چارې

د کرونا وایرس د تلفاتو شمېره تر والګي‌ یا زکام واوښته

دلته په بریتانیا کې هم حالت ناسم برېښي ؛ د روغتیا مرستیاله وزیره نادین دوریس هم په دغه ناروغي‌اخته شوې او په خپل کور کې قرنطین ده . ‌

بریتانیا کې تر م ګړیه د وایرس ۳۸۲ پېښي ثبت شوې دي ، خو بهر په بازارونو کې سخت ډېر کسان ټوخیږي .

هلته د امریا له ټولو ۵۰ ایالتونو ۳۷ ایالتونو ته کرونا ځان رسولی دی .‌

کرونا وایرس چې تر اوسه پوري‌ نه علاج لري ‌او نه یې واکسین کشف شوی ؛ سخت وېرونکي‌ حالت ته ننوتی دی .

د نړۍ په کابو هر هیواد کې خلک ترې په وېره کې د‌ي . په افغانستان کې هم له هرات نه وروسته د هیواد په شمال کې ددغه خطر ناک وایرس څرک موندل شوی دی .

کرونا وایرس له دې سره سره چې د خلکو ژوند ته یې ګواښ پېښ کړی ، اوس د ونډو بازار هم داسي‌را غورځولی چې په تېرو ۱۲ کلونو کې ساری نه وو لیدل شوی .

د روغتیا نړۍ وال ستازما (ډبلیو ایچ او)‌وايي که ددغه وایرس مخنیوي ته چټک او پر ځای غبرګون ونه ښودل شي ، ښايي د نړۍ یوه تر ټولو خطر ناکه ناروغي‌ثابته شي .

       

  

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More