The news is by your side.

خوست کې ۲ تنه د قتل او غلا په تړاو ونیول شول

راپورونه وايي د خوست امنیه قوماندانۍ پولیسو دوه تنه د قتل او غلاو په تړاو نیولي .

د خوست امنیه قوماندانۍ د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي پولیسو دیوه دقیق کشفي راپور په اساس په دوو جلا قضیو کې دوه تنه دقتل او غلاو په تړاو نیولي.

 سرچینه وايي ۱۳ میله مختلف النوعه غیرقانوني سلاح په مختلفو ساحاتو کې دتلاشیو پرمهال دپولیسو لاسته ورغلي، چې رسماً دډایاک پروسې ته وسپارل شوه.

چارواکي زیاته کوي چې په یاد ولایت کې دعملیاتو پرمهال یوه اندزاه نشه یې توکو او په تړاو یې یو تن نیولی چې تر څیړنو وروسته مربوطه څارونوالی ته وسپارل شي.