The news is by your side.

ننګرهار کې چاودنې له دېرشو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند ملنګ جان څلور لارې کې نن له غرمې وروسته څه باندې څلور بجې ځانمرګی بريد شوی، چې په دې بريد کې دولس کسان شهيدان او وژل شوي دي او د شلو په شاوخوا کې نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي وياند عطا الله خوګياڼى وايي، چې د پېښې په قربانيانو کې د څو تنو اهل هنودو په ګډون ټول ملکي وګړي دي.

ويل کېږي د دې چاودنې له امله څېرمه څو هټيو او موټرونو کې اور لګيدنه رامنځته شوې، چې له امله يې مالي زيانونه هم اوښتي.

دا چاودنه په داسې مهال رامنځ ته شوې، چې نن ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني هم ننګرهار ته سفر کړى و. نوموړي په خپلو خبرو کې د ولايت امنيتي مشرانو ته ويلي و، چې درې مياشتې کې بايد هر څه سم کړي، که نه وي نو کورونو ته به يې ولېږي.