کور پاڼه / لوبي / ټنډولکر وايي وسیم اکرم او وقار یونس مې له کرېکټه زړه راتور کړی و

ټنډولکر وايي وسیم اکرم او وقار یونس مې له کرېکټه زړه راتور کړی و

د هندوستان کرېکټ مشهور ستوري سچن ټنډولکر ۳۰ کاله وروسته له خپل دې رازه پرده پورته کړه، چې د کرېکټ په لومړیو ورځو کې د پاکستان مشهورو توپ اچونکو وسیم اکرام او وقار یونس یې له کرېکټه زړه ورتور کړی و.

ټنډولکر یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ويلي زما لومړنۍ ټيسټ لوبه په کراچۍ نیشنل لوبغالي کې د پاکستان پر وړاندې وه، په همدې ورځ مې فکر کاوه چې دا زما د کرېکټ لومړنۍ او وروستنۍ ورځ ده، زه په هیڅ ډول چمتو نه وم، چې له یوې خوا راته وسیم اکرام «چپ لاسي» تاوونکي توپونه ویشتل، او له بلې خوا راته وقار یونس تاوونکي توپونه ویشتل.

ټنډولکر زیاتوي: ما د ځان په اړه د پریکړې پر وخت له خپلو ملګرو سره مشوره او پوښتنه وکړه خو هغوی زما حوصله لوړه کړه، چې باید کرېکټ ته دوام ورکړم.

دده په وینا ملګرو راته وویل چې، په نړیوالو لوبو کې به ته له سترو توپ اچونکو سره مخ کیږې، او اوسمهال ته د نړۍ دوه مشهورو او غوره توپ اچونکو پر وړاندې يې، ددوی درناوی وکړه.

د معلوماتو له مخې سچن ټنډولکر د دغې لوبې په لومړۍ پاڼه کې ۱۵ منډې جوړې کړې وې او د وقار یونس لخوا بولډ اوټ کړل شوی و، چې په دویمه پاڼۍ کې یې ۵۹ منډې جوړې کړې وې، دی وایي چې په دویمه پاڼۍ کې ۵۹ منډو جوړولو زما حوصله لوړه کړه او ټولو وستایلم. د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې وقار یونس او وسیم اکرم ۴-۴ ویکټې ترلاسه کړې وې.

یده ده وي چې نوموړي د هندوستان لپاره ۲۰۰ ټيسټ لوبې، ۴۶۳ یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې، چې ۱۰۰ سلیزې او ۱۶۴ یې نیمه سلیزې وهلې دي، او له لومړیو لوبغاړو څخه دی چې په یو ورځنۍ سیالیو کې يې ۲۰۰ منډې جوړې کړي.

 

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

آى پي ايل: راشد خان ډېره ښه لوبه وکړه، ٢ ويکټې يې هم واخيستې

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان د سنرايزرز حېدراباد او چناى سوپر کنګز …