کور پاڼه / راپورونه / العثيمين په اندونیزیا کې د علماوو د پرېکړو هرکلی وکړ

العثيمين په اندونیزیا کې د علماوو د پرېکړو هرکلی وکړ

د اسلامي هېوادونو سازمان د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د دیني عالمانو د پرېکړوملاتړ وکړ.

د دیني عالمانو درې اړخيز يو ورځنى کنفرانس د جمعې په ورځ د اندونيزيا په بوګور ښار کې ترسره شو، چې له درې واړو هېوادونو ٦٠ علماوو په کې برخه اخيستې وه.

د راپورو په اساس دیني عالمانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي پر ملکي وګړو بريدونه او ځانمرګي بريدونه د اسلام خلاف عمل دی.

په همدې حال کې د سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو سازمان سرمنشي ډاکتر يوسف العثيمين ویلي، چې اسلامي کنفرانس د افغان سولې په اړه د افغانانو په مشرۍ له ټولو هلو ځلو او هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکى دى.

د اسلامي هېوادونو سازمان د افغانستان د سولې په اړه د علماوو د رول او هڅو او په اندونيزيا کې د علماوو د درې اړخيز پرېکړه ليک ملاتړ کوي.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

حکمتيار: ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پل تخنيک پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره …