کور پاڼه / راپورونه / فراه ولايت ته کومکي ځواکونه رسېدلي دي

فراه ولايت ته کومکي ځواکونه رسېدلي دي

د فراه ولايت امنيه قومندان فضل احمد شېرزاد وايي، چې جګړه لا هم په چهارده، سيد اباد، ده يک او کرجي سيمو کې روانه ده.
نوموړى زياتوي، چې سيمې ته کومکي ځواکونه رسېدلي او هڅه کوي چې طالبان شا تګ ته اړ کړي.
ښاغلى شېرزاد وايي، چې په دې بريد کې د ګاونډي هېواد ايران لاس دى او دا بريد د ايران په مرسته شوى دى. هغه وايي چې طالبانو ته د ايران له لارې پېسې او پوځي مهمات په لاس ورغلي دي.
همدا راز د فراه ښار اوسېدونکي او ځايي خبريالان وايي چې جګړه د ملي امنيت رياست، پخوانۍ فرقې او باغپل په سيمو کې روانه ده.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

حکمتيار: ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پل تخنيک پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره …