The news is by your side.

د روزګان ولایت اوسېدونکي مناسبه برېښنا نه لري

خبریال وېب پاڼه/ د روزګان اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولايت کې د برېښنا قيمت د نورو ولايتونو په پرتله لوړه ياده وي او غوښتنه کوي چې د برېښنا قيمتونه دې ورته ټيټ شي.

د روزګان د برېښنا رياست مسؤولين هم دغه ستونزه مني او په خبره يې چې بېلا بېل لاملونه لرې.

د روزګان مدني فعالان ادعا کوي چې حکومت د اساسي قانون ۲۲ مادې ته ژمن نه دي او د روزګان سره د مور او میرې چلند کوي.

دغه خلک وايي روزګان کې د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله د برېښنا قيمونه څو چنده لوړ دي او د برېښنا ظرفيت ټيټ دی.

خلک وايي روزګان کې د يو کيلو واټ برېښنا قيمت ۲۸ افغانۍ دی په داسې حال کې چې د بل هر ولايت په پرتله د روزګان د برېښنا ظرفيت ټيټ او د استفادي وړ نه ده.

خلک وايي د برېښنا د لوړ قيمت او ټيټ کیفيت له امله اړ دي چې د برېښنا څخه استفاده ونه کړي او په تيارو کې خپل ژوند تيره وي.

د انصار مدنې ټولني غړی وايي حکومت له دوی سره د مور او میرې چلند کوي او د افغانستان د اساسي قانون ۲۲ ماده يې تر پښو لاندي کړی ده چې افغانستان ټول وګړي یو شان حقوق لري.

مدني فعالان وايې په دغه ولايت کې د برېښنا شرکت هم بې ظرفيت دی او په سمه توګه خدمات نه شي وړاندي کولی.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې يا خو دې د ترينکوټ د سيند له اوبو څخه د برېښنا په تر لاسه کولو کې ګټه واخیستل شي او يا هم دغه ولایت ته سولري برېښنا سيستم جوړ کړي.

دوی وايي دترينکوټ سيند چې پريمانه اوبه لري او هر کال د ژمي په موسم کې دزیاتو سېلابونو له امله خلکو ته مالي زيان اړوي خو د دغه سيند د اوبو له ګټي څخه د ارزګان اوسېدونکي بې برخې دي.

په ورته مهال د روزګان د برېښنا رياست مسؤولين هم دا مني چې په دغه ولايت کې د برېښنا قيمت لوړ دی.

د روزګان برېښنا رياست رئیس حاجي سميع شرافت وايي په روزګان کې د يو کيلو واټ برېښنا قيمت له ۲۸ افغانيو څخه بیا تر ۴۳ افغانيو پورې دی.

نوموړی وايي تر دا مهال په روزګان کې عام خلک لس سلنه ډيزلي دولتي برېښنا استفاده کوي.

د شرافت په خبره چې حکومت ته يې پلان ليږلی څو روزګان ته سولري او يا هم د ګاونډيو ولايتونو څخه برقي لاره جوړه کړي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندي هم د روزګان اوسېدونکو د برېښنا د لوړو قيمتونو له امله په ترينکوټ ښار کې لاريونونه ترسره کړي وو او له حکومت څخه يې دغه ولايت ته د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

په دغه ولايت کې د نيمه دولتي برژښنا شرکت څخه په کم شمېر خلک ګټه اخلي او لامل يې د بريښنا لوړ قيمتونه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.