The news is by your side.

د هند سینما وتلی ستوری امیتاب بچهن له کرونا روغ شو

خبریال وېبپاڼه – د هندي‌ سینما وتلي‌ ستوري‌ امیتاب بچهن خبر ورکړ چې له کرونا ناروغۍ رغېدلی او له روغتون نه رخصت شوی دی. تر دریو اونیو کشمکش وروسته ښاغلي ‌بچهن کرونا وایرس ته ماتې ورکړه او په بریالیتوب سره یې وروستۍ نتیجه منفي ‌را وتلې ده.

د امیتاب بچهن نږور اشوریارای او لمسۍ تر ده وړاندي ‌له کرونا وایرس نه رغېدلي‌ وو او کورته ستانه شوي‌ دي‌. د امیتاب بچهن زوی ابهي شیخ بچهن لا هم په روغتون کې بستر دی او د کرونا ناروغي‌ نتیجه یې مثبته ده.‌

  امیتاب بچن درې اونۍ وړاندي‌ په کرونا وایرسد امیتاب له رغېدو ورسته د هغه مینه وال زښت ډېر خوشحاله دي‌ او پر خواله رسنیو یې د هغه انځرونه لګولي‌ دي‌.

امیتاب بچن د خپل ځان د رغېو خبر پر انسټګرام اخته شو چې مینه وال یې سخت خوابدي ‌شول او د نوموړي ‌د رغېدو لپاره یې لاسونه په دعا پوره کړل. ‌

 باندي‌ خپور کړی دی او د خپلې روغتیا ډاډ یې خپلو مینه والو ته ورکړی دی.‌

کرونا وایرس په ټوله نړۍ کې سینما ، سپورت، کاروبار ، او د ژوند هره برخه زیانمنه کړې ده ، خو دا چې امیتاب د هند لپاره یوه لویه سرمایه ده نو خلکو د هغه د جوړدو دعا کوله.

امیتاب بچن د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم ګڼ مینه وال لري. هغه د «خدا ګواه» په نامه د خپل یو فلم یوه برخه په افغانستان کې هم ډکه کړې ده او افغانستان ته تللی وو.

تر امیتاب بچن وروسته د هغه زوی ابهي شیخ چې کله په کرونا ککړ شو ، خپلو مینه والو ته یې د ځان او خپل پلار په تړاو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې تر دم ګړیه هرڅه سم روان دي‌.

امیتاب بچهن په داسي ‌وخت کې له کرونا وایرس نه رغېدلی چې په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس نېژدې اتلس نیم میلوینه کسان اخته شوي‌ دي او هند په نړۍ کې دریم هیواد دی چې ۱۸۵۵۳۱۳ کسان یې په کرونا ککړ شوي دي‌.    

امیتاب بچن او زوی یې په کرونا ککړ شول – خبریال

امیتاب بچن د ناروغۍ له کبله جایزو مراسمو څخه پاتي شو | | د خبریال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.