fbpx

کندوز د بدلون پر لور

ليکوال : بريالى زمرى

کندوز ولايت چې د افغانستان يو له مهمو ولايتونو څخه دى، خو بدبختي يې دا ده چې په نږدې وختونو کې يې دوه ځل د سقوط درد تېر کړ او کندوزيانو په دې موده کې ډېرې سختې وګاللې، خو ماته يې ونه خوړه.

دا ولايت چې په شمال کې زون ولايت هم دى، ورته کوچنى افغانستان هم ويل کېږي او يو وخت به ورته د افغانستان کندو هم ويل کېده، خو اوس بدبختانه په هغه حالت کې نه دى، لکه پخوا چې و.

خو له کندوز ولايت څخه چې اوس هره ورځ کوم نوي نوي خبرونه راځي، دا ډېر مثبت دي او هيله کېږي چې په کندوز کې به موږ په نږدې وخت کې ډېر بدلونونه ووينو.

تېره ورځ کندوز ولایت ته کورنی او بهرنی عالیرتبه پلاوی چې په ترکیب کې يې د افغانستان د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د عمومي قوماندانۍ قوماندان جنرال جان نیکولسن، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال، د دوست هېواد ایټاليې، فرانسې، استرالیا او انګلستان سفیران، د هالنډ، هندوستان او جرمني د سفارتونو عالیرتبه استازي، دیپلوماتان، د ناټو ملکي سفیر زمرمن او یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ مشاورین ګډون درلود.

ياد پلاوى کندوز ولایت ته د هر اړخیزې ارزونې په موخه تللى و، لومړی يې دولایت په مقر کې د ولایت له رهبري، دفاعي، کشفي، امنیتي، پوله ساتو او د عامه نظم ځواکونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او د کندوز والي عبدالجبار نعيمي ورته د ښه راغلاست تر څنګ مننه او قدرداني هم وکړه.

د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د ياد پلاوي سره ناسته کې د کندوز په هر اړخیز وضعیت، د کرنې، پوهنې، روغتیا، انکشاف، امنیت، سپورت، د ښځو او ولسي ژوند ښه والي، ټولنیز خوندیتوب، فقر او تنګدستۍ په برخو کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دغو برخو کي يې شته ستونزې، اړتیاوې، وړاندیزونه، غوښتنې او پېشنهادونه د راغلي پلاوي سره شریک کړل او غوښتنه يې وکړه چې د دوستو هېوادونو سفارتونه، د ناټو عمومي قومانداني، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت عمومي ریاست دې کندوز ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دغه ولایت د اداري او خلکو غوښتنو ته دې اساسي توجه وکړي، ترڅو په کندوز ولایت کې د مثبت بدلون، پرمختګ او ولسي ژوند ښه والي نوي بابونه پرانیستل شي.

د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامی بیا وویل (( د شمال او په خاصه توګه د کندوز امن خورا ارزښتمن دی، موږ د کندوز امن ته ژمن یو، د کندوز د ادارې له ښه مدیریت مننه کوو چې په دغه ولایت کې دمیشتو امنیتي ارګانونو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه پر وخت د مرکزي وزارتونو سره شریک کړي دي، موږ به د کندوز د اداري او امنیتي ارګانونو هرغوښتنې،اړتیا اوړاندیز ته ځانګړې پاملرنه وکړو او په دغه ولایت کې به ځواکونو شمېر،اکمال،تجهیز او تحکیماتو ته خاصه توجه وکړو.))

د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن بیا وویل (( خوښ یم چې له کندوزه دسولې او امن غږ پورته کیږي،موږ د افغان دولت د سولې او ربند هر کلی کوو او دسولې دهر لوی او واړه ګام ستاینه کوو،موږ به په پوره قوت سره لکه څرنګه چې مو په جګړه کې د افغان پوځیانو ملاتړلې همداسې په سوله کې هم د افغان دولت سره اوږه پر اوږه ولاړ یو او د افغان سولې بهیر په پياوړتیا کې به همکار یو.))

له دې لوړرتبه پلاوي مخکې هم يو شمېر پلاوي کندوز ولايت ته راغلى و، خو دا لومړى ځل دى چې داسې يو لوړرتبه پلاوي کندوز ولايت ته سفر وکړ، په کندوز ولايت کې يې د ولايت مشرتابه او ولسونو سره ناستې وکړې، ستونزې او وړاندېزونه يې واورېدل او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې وکړه.

دا هغه زېري دي چې هيله کېداى شي چې کندوز کې به ډېر ژر نوي بدلونونه ووينو او د کندوز ولسونه به هم د يو خوشحاله او سوکاله ژوند پر لور لاړ شي.

په دې هيله چې کندوز د بدلون پر لور لاړ شي او د کندوز ولس، چې ډېر تکليفونه يې ګاللي او ډېرې سختې يې تېرې کړي دي، نور له دې سختو او تکليفونو راوځي او د ابادۍ او پرمختګ خواته لاړ شي.