The news is by your side.

د قانون څخه د سرغړونکو پرضد هیله بخښوونکي اقدامات

د طالبانو د ريژيم د رانسکوریدو وروسته د هيواد په بیلابیلو سیمو کې يو شمیر خلکو چې ځانونه نفوذ لرونکي بلل په شکل د اشکالو يي وسلې او ځينې غیر مسول وسله وال کسان پیدا کړل چې وروسته يي د همدغه کسانو پرمټ له دولتي ادارو او یو شمیر کسانو باجګیري پیل کړه ، دغه خلکو نه يواځې په غیر قانوني توگه د پیسو پیدا کیدو ته کار ویلي وو بلکې ترڅنګ يي د خلکو په زورونه پیل وکړ او په دولتي کسانو يي هم بریک نه نیولو ، بدبختانه چې يوه حکومت يي هم مهارولو کې پاتي راغلي وو او په دي برخه کې هيڅ اقدمات نه کیدل ، د ولس تر ټول همه غوښتنه له حکومت همدا وه چې د دغه زورواکو پرضد اقدمات وکړي او دوي له دغه زوراکي او ترڅنګ يي د قانون ماتوني څخه راوژغوري ، اوس د ملي وحدت حکومت د مشرتابه د پریکړي له مخې تازه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د دغه ډول زوراکو پرضد اقدمات پیل شوي چې خلک يي خوشبینه کړي دي ، تر دي دمه په بیلابیلو سیمو کې یو شمیر قانون ماتوونکي د کومانډو ځواکونو له لوري نیول شوي او لاس تړلي کابل ته راوړل شوي ، د ملي دفاع وزارت د دغه خلکو د نیوني پخلي کړي او ترڅنګ ویلي چې پر دوي ځيني تورنه دي چې عدلي او قاضي ارګانونو ته به د څيړني په موخه واستولاي شي .

خلک د حکومت دغه بې مخینه اقدام نه يواځي ستايي بلکي ترڅنګ په دي برخه کې افغان حکومت او د حکومت مشرتابه ته د ملاتړ ډاډ ورکوي .

ویل کیږی چې حکومت د دغه زوراکانو او د قانون ماتوونکو پر لیست چمتو کولو له پخوا کار کړي او اوس يي دغه لیست نهايي کړي دي چې له مخي يي يو شمیر زوراکان نیول شي او د نورو د نیولو لړۍ دوام لري ، دغه لړۍ به د هیواد په ټول ولایتونو کې د زورواکو پرضد پلې کيږي او ټول قانون ماتونکي چې په هر سویه وي هغه به د حکومت له لوري نیول کیږي او بیا به عدلي او قضايي ارګانونو ته د څيړنې پرموخه استول کیږي ، تاسو خبریاست چې تر اوسه څوک څوک او په کومو سیمو کې نیول شوي ؟

که نه ياست خبر زه به مو په دي مقاله کې تر خبر کړم ، هغه کسان چې تراوسه د ملي وحدت حکومت د مشرتابه د پریکړي پربنا د کومانډو ځواکونو له لوري نیول شوي په لاندي ډول دي .

۱ : نظام الدین قیصاري ، د ولسمشرلومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوست ته نږدې شخص او په فاریاب ولایت کې د قیصار سرپرست امنیه قوماندان او د سیمه یزه ملېشو قوماندان ـ پر ده بیلابیل تورونه ده ، ویل کیږي چې يو خو يي ولسمشر محمد اشرف غني ته سپکاوي کړي ، بلې ولایتي مسولینو ته د مرګ ګواښونه کړي ، بل قیصاري د د خپلې مېرمنې او اوښي په وژلو هم تور دي

۲ : رحیم الله په ارزګان کې يو سیمه یزه قوماندان( زوراکي ) يا د دغه ولایت د امنیت پخواني امر د معلوماتو له مخې دي د څو امنیتي پوستو په سقوط کې د لاس لرلو او همدارز څّه موده مخکې امنیتي ځواکونو سره د ده د موټر د تورو ښيښو د سپینولو پر مهال د وسله والي نښتي په تور نیول شوي

۳ : داوود مبارز دا په فراه ولایت کې يو سیمه یزه قوماندان يا زوراکي دي چې د کومانډو ځواکونو له لوري نیول شوي او لاس تړلي کابل ته رالیږدول شوي دي ، د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ نوموړی ترهګرو ډلو سره د اړیکو د ټينګوني په تور نیول شوي

۴: ملنګ خان په بغلان ولایت کې يو سیمه یزه قوماندان دي چې دي هم د بیلابیلو تورونو په تور نیول شوي او کابل ته لاس تړلي رالیږدول شوي دي

همداراز ویل کيږي چې کابل کې د عبدالعلي مزاری یو شمیر غیر مسول وسله وال هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او بې وسلي شوي دي .

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د زوراکو پروړاندي او يا هم د قانون ماتونکو پروړاندي به له دي وروسته حکومت جدي اقدامات ترسره کوي ، داسی هم ویل کیږي چې دا لړۍ کیداشي ډيره اوږده شي او ډير قانون ماتوونکي د قانون منګولو لاندي راشي .

خلک وايي که حکومت همداسي جدي اقدمات وکړي نو د کامله توګه به يي حکومتدارۍ راوستي او قانون به يواځي په لیکلي بڼه نه وي پاتي بلکې عمل کې هم تر ګټه پورته شوي اوسي

په سویشل میډيا کې خو بیا تر ډير ځوان د افغان حکومت له دغه اقدامات خوښ دي او ډير هغه خو يي لا د دوي ولایتونو کې هم د زورواکو پرضد له دولته د همداسي ورته اقدماتو د ترسره کیدو غوښتنه کوي .

دا چې له دي وروسته به د حکومت اقدامات د کومي سیمي د زورواکو پرضد وي دا به نو وخت ثابته کړي ، خو زموږ هیله حکومت دا ده چې دغه ډول اقدمات جاري وساتي او ترڅنګ مو پر ولس غږ دا دي چې د حکومت ملاتړ وکړي ترڅو په هیواد کې مو زورواکي ختمه شي

لیکوال : مدثر شینواري