سوله او سوله ضد کمپاینونه / عبدالله خان

د سولې په وړاندې د خنډونو او ځنډونو یو پر بل پسې لرې کیدل

خبریال ډاټ کام – کله چې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې د سولې پروسې په اړه بحثونه تاوده شول، ورسره سم د سولې ضد کمپاینونو هم زور واخیست. دغو توندو غبرګونونو هغه وخت لا پسې زور واخیست کله چې امریکا د طالبانو سره په ښکار ډول نېغ په نېغه خبرې پیل کړي. دا چې امریکا د سولې پروسې لپاره زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په صفت وټاکه، نو د سولې ضد کسانو د نوموړي ټاکنه د سولې ضد کمپاین غوښنه برخه وګرځوله. د سولې ضد کمپاینونو دومره زور واخیست چې یو شمېر سوله ضد کسانو امریکا ته نېغ په نېغ سپکې سپورې پیل کړي. که له یو لوري یو شمېر مغرض کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې پروسه تر سوال لاندې راولې، بل لوري ته بیا یو ډېر شمېر کسان د پاکو ملي احساساتو له مخې د سولې په پروسه باندې توندې نیوکې کوي او دا لړۍ لا دوام لري. په ولسواکي نظام کې هر څوک د خپل نظر د څرګندولو حق لري، خو تر هغه پورې چې د دې حق نه ناوړه ګټه پورته نه شي او د ملي ګټو په ضد ونه کارول شي. هغوی چې پاک ملي احساسات لري او د سولې په اړه د دغو پاکو احساساتو له مخې نیوکې کوي او د سولې پروسې د لا ښه مدیریت لپاره لازمې سپارښتنې کوي، داسې کړنې یې د ستایلو وړ دي. خو هغوي چې بیا د خپلو ناوړو شخصي ګټو لپاره د ملت د پاکو احساساتو نه ناوړه ګټې پورته کوي داسې کړنې بیا ملي خیانت ګڼل کېږي.

تر سولې وروسته د امریکا شتون په افغانستان کې

پرته له شکه امریکا د خپل امنیت د خوندې کولو لپاره افغانستان کې جګړې کوي او دمګړۍ یې تر ډیره بریده خپل امنیت خوندې کړي دی. د القاعدې مشر یې په پاکستان کې ووژلو او دغه ترهګره ډله یې تر ډېره بریده ځپلې ده. د طالبانو سره د جګړې دوام ورته په سیاسي، مالي او نظامي ډګرونو کې دومره ارزښت نه لري. بله مهمه خبره دا ده چې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون د سیمې په امنیتي بیلانس کې دومره ګټور نه دی. په دې مانا چې افغانستان بحر ته لار نه لري. د افغانستان څلور خواوو کې د امریکا ضد هېوادونه پراته دي. چین، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونه امریکا ته په سیمه کې د دوامداره پاتې کیدلو لپاره د اکمالاتي لارې ورکول نه غواړي. که چیرې امریکا د پاکستان له لارې په دوامداره توګه افغانستان کې اکمالات کول غواړي، نو پاکستان هم نه غواړي چې خپل ستراتیژیک ملګری چین په دې کار سره ناخوښه کړي. دمګړۍ امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم په افغانستان کې خپل نظامي شتون ته دوام ورکوي. د سولې پروسې د بشپړه کیدو په صورت کې به د امریکا شتون په افغانستان کې تر ډیره بریده د سیمو د هیوادونو انديښنو او ګټو په پام کې نیولو سره پلان کېږي. په دې مانا چې د سیمې هیوادونو ته به په افغانستان کې د خپل نظامي شتون په هکله اطمنان ورکوي.

دوه لویې مشورتې جرګې او د ملت سولې ته لېوالتیا

یو شمېر افغانان په دې باور دي چې ګواکې امریکا په افغانستان کې دایمي نظامي شتون غواړي او یو شمېر د چارو شنونکي بیا د امریکا دوامداره پاتې کیدو ته په خپلو شننو کې ډېره هوا ورکوي. لکه څرنګه چې ما پورته یادونه کړي، امریکا ته په افغانستان کې په اوسنۍ بڼه پاتې کیدل دومره ګټور نه دي، بلکې نوموړي هېواد ته د سولې پروسه بشپړه کول تر هر څه مهم دی. نو همدا یې لامل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دوامداره توګه هم د افغان دولت او هم د طالبانو سره په اړیکو کې دی تر څو د سولې پروسه بشپړه کړي. کله چې په ۲۰۱۹ کال کې د سولې خبرو زور واخیست افغان دولت د سولې پروسې د مشورې لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه راو بلله چې د هغې جرګې مشورې یواځې تر مشورو پورې پاتې شوي. خو د ۲۰۲۰ کال مشورتي لویه جرګه د ۲۰۱۹ کال تر جرګې ډېر توپیر درلوده. هغه دا چې د ۲۰۱۹ کال مشورتي جرګې کې امریکا شتون نه درلوده او امریکایي چارواکي د جرګې د رابللو نه خوښ نه ول. خو په دا وروستۍ مشورتي لویه جرګه کې د امریکا فعاله ونډه د ډېرو مغرضو کړیو د تمې خلاف وه. د جرګې د پیل په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلامیه په لیکلې بڼه د جرګې په غړو ویشل د جرګې پرېکړې لپاره د امریکا له لوري د یو تضمین کوونکي په مانا وه.

که څه هم ولسمشر دا صلاحیت درلوده چې د څه د پاڅه ۴۶۰۰ بندیانو د ازادولو په څیر دا ۴۰۰ جنجالي بندیان هم ازاد کړي ول، او د ملت هم همدا خوښه وه چې د ا جنجالي بندیان دي هم ازاد شي تر څو د طالبانو دا پلمه هم د لمنځه لاړه شي. که څه هم زه د جنجالي بندیانو د ازادولو لپاره د لويې جرګې د رابللو خلاف وم، لامل یې دا وو چې د سولې پروسې په وړاندې باید خنډ او ځنډ رامنځ ته نه شي. بله دا چې د یو فقیر هیواد لپاره ۳۳۰ میلیونه افغانۍ په لویې جرګې لګښت مناسب نه ول. یو شمیر کسانو بیا دا استدلال کوو چې ګواکې د افغانستان د یوې ورځې جګړې قیمت تر دې ۳۳۰ میلیونو زیات دی، نو باک نه کوي که چیرې د سولې په برخه کې دا لګښت وشي. زما په آند هغه څه چې دولت کولی شول هغه د دغو ۴۰۰ جنجالي بندیانو ازادول پرته د جرګې ول. خو دا چې جرګه راو بلل شوه او ملت یو ځل په څرګند ډول د سولې پروسې نه کلک ملاتړ اعلان کړ او د جنجالي بندیانو د ازادولو غوښتنه یې وکړه، د جرګې د غړو دا سپارښتنه باید په زرینو کرښو ولیکل شي. د ډیرو قربانیو ورکولو سره، سره د جرګې غړو د ملت اراده د تلپاتې سولې راوستلو لپاره څرګنده کړه.

طالبان د سولې په لومه کې

که د یو لوري پر افغان دولت په کور دننه او بهر د سولې راوستلو لپاره فشارونه زیات شوي دي، بل لوري ته بیا طالبان هم د سولې په لومه کې راګیر شوې دي. پر طالبانو د ملاتړو او خواخوږو هیوادونو له لوري ورځ تر بلې فشارونه زیات شوي دي. د دغو فشارونو تر شا امریکا نېغ په نېغه او هم د پردې تر شا په ډېر جدیت سره کار کوي. طالبان اړ دې تر څو د سولې پروسې بشپړه کیدو ته غاړه کېږدي. که چیرې طالبان د سولې پروسې بشپړه کیدو کې ناغېړی وکړي، ښایي د ملاتړو او خواخوږو هیوادونو ملاتړ د لاسه ورکړي چې دا کار به د طالبانو په پوځي فعالیتونو ژور منفي اغیز وکړي.

ولې اوس سوله هرومرو راځي

اوس هم یو شمېر کسان د سولې په روانې پروسې شکونه لري. خو دا باید هیر نه کړي چې د هر خنډ او ځنډ په وړاندې افغان ملت، امریکا او نړیواله ټولنه په ډیرې حوصلې سره کار کوي تر څو د سولې پروسه زیانمنه نه شي. د بندیانو د ازادولو لپاره چې څومره، خنډونه، ځنډونه او پلمې رامنځ ته شوي هغه افغان ملت، امریکا او نړیوالې ټولنې په ډېر مهارت سره د لمنځه یوړي. خو له بده مرغه د دغو خنډونو او ځنډونو قیمت مظلوم ملت ورکوي. د ۲۰۲۰ کال د پیل راهیسې شاوخوا ۱۱ زره پوځي او ملکي وګړو ته مرګه او ژوبلې پیښې شوې دي. د مرګ او ژوبلې دا لړۍ باید زر تر زره ودرول شي.

که څه هم افغان خپلمنځي خبرې به هم وخت په وخت د خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي، خو دا به په دې مانا نه وي چې د سولې پروسه به ناکامه کړي. د مشورتي لویې جرګې وروستۍ تاریخي پریکړه او په ورته وخت کې د امریکا، نړیوالې ټولنې د سولې په راوستلو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او پر طالبانو مخ په زیاتېدو فشارونو ته په کتو سره، که د الله جل جلاله خوښه وه، افغان ملت به د سولې او یو با ثباته افغانستان خاوندان شي.

لیکوال: څېړونکی عبدالله خان / بریتانیا لندن

د اداري فساد په وړاندې زموږ حکومت څه کوي ؟‌

له سیاسي جوړجاړي پرته بله لاره وه ؟‌ | خبریال
سوله ؛ ‌هند او طالبان ! خبریال

د اتلانتیک شورا سره د غني‌ ‌کنفرانس او سولې ته نوې هیلې خبریال

هند او پاکستان د کشمیر لانجه او د افغانستان جګړه! خبریال

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More