The news is by your side.

ولسمشره، دا لړۍ دوامداره کړه

لیکنه: ډیوه هادي

په ولسي او ټولنیزو چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار ډاكټر محمد رسول طالب د معرفي په مراسمو کې ولسمشر غني وويل چې غیرمسوول وسله وال باید مسوول شي او یا یې مسوول کوم کړې دي. محمد اشرف غني ویلي، د نظام مشروعیت د قوې په مشروع انحصار کې دی او د قوې مشروع انحصار یواځې د افغانستان په حکومت پورې اړه لري.

د راپورونو له مخې په هیواد کې دا څو ورځې کیږي چې د ولسمشر په امر له غیرو مسوولو وسله والو او قومندانانو په وړاندې جدي پریکړي کیږي، چې د ولسمشر دا کار په ټولیزو رسنیو کې د هیوادوالو له ملاتړ سره مخ دی.

په همدې تړو مو ټولیزو رسنیو ته سر ورښکاره کړي، د یو شمیر هیوادوالو نظرونه دلته په خبریال ډاټ کام کې له تاسو سره شریکوو.

نورالله نوري په ځپله فیسبوک پاڼه په هرات کې د ولسمشر په ملاتړ د لاریون عکس پورته کړی ورسره لیکي،

ټول ولايتونه دې يې هرات له خلکو زده کړي .

زنده باد دهرات اولسه
دهرات ولايت خلکو نن دلسمشر هغه ګام چې زورواکي يې ونيول وستايو او دی ولسمشر په ملاتړ يي لاریون وکړ .
او په ولسمشر يې غږ وکړ چې په هرات ولايت کې دې هم زورواکي ونيسي او محکمه دې يي کړي .

نورالله وايي له ټولو هيوادوالو هيله کوو چې دولسمشر ورستي ګامونه او دهغه په ملاتړ لاريونونه او غونډې وکړي او خپل کلک ملاتړ ترې اعلان کړي او په ولسمشر غږ کوي چې دغه لړی روانه وساته هيڅ فشار ته تسلیم نشي اولس درسره دی .
نورالله وړاندې کاږي که چيرې ټول اولس پورته شي باور وکړی چې له بدبختیو به خلاصیږي دغه ټولې بدبختی دې جنګسالارانو زورواکو رامنځته کړي‌

د ټولیزو رسنیو کارن شریف لیکي دوستانو خپل مسؤلیت مو ادا کړئ ولسمشره!
ته په لوړه کچه غله, غاصبین, جنایت کاران, فسادګر او خاینین مخه ونیسه.
موږ به تر خپله وسه دخپلې سېمې چور واکي او خاینین به منزوي کړو.

ولسي جرګې ته نومانده خاطره اسحاقزۍ لیکي

دا څه موده د ځانګړو ځواکونو لخوا د غیر مسوله وسله والو نیولو موږ ته یو ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډير ښه امید راکړی چې نور نو ورو ورو د زورواکۍ وخت په ختمېدو دی او ولسواکي راروانه ده. د پښتون، تاجک او ازبک ملېشو او زورواکانو نیول ښيي چې حکومت بې له کومې سلیقې یو مخي د دغسې خلکو نیولو ته ملاتړلې او ولس یې هم ننګه کوي. موږ د حکومت د دغسې اقدامونو ملاتړ او ننګه کوو او هیله لرو چې دا لړۍ دوامداره وساتي.

احسان الله صدیقي په خپله پاڼه کاږي

ولسمشر بايد په پوره ځواک دمحلي جنګسالارانو نيولو ته ادامه ورکړي:
ولس ددې لړۍ غزول دهيواد ټولو سيمو ته غواړي ټول ټبرونه او قومونه د افغانستان د ابادی او ښي رازی لپاره تږي دې، خو بد بختانه د قانون خلاف ځيني سياسي احزاب، سياسي او سيمييز شخصيتونه هڅه کوې چې د مسلحوډلو ټپلو په وجود کې نظام وګواښي او خپل سيمييز ځواک د ټوپک او قومي بربريت له لاري ژوندی وساتي، ازادي او ولسواکي همېشه په منطق،خدمت او ټاکنو تمرکز کوې، هغه ګوندونه چې دجهاد له ختميدو سره يې خپل نظامي تشکيلات ملغا اعلان کړل او دسولې او ملي نظام جوړوني ته يې کار وويل وس مهال هم د بين الافغاني سولې ملاتړ کوې او ددې کشالې حل د مذاکراتو له لاري شونی بولي او د ملي بنسټونو د پياوړتيا لپاره خپلي مبارزې ته دوام ورکوې.
#ولس تير تاريخ بيا تکرارول نغواړي

په پای کې افغان ملي غږ لیکي

 ولسمشر د زورواکاو په وړاندي له خپل جــدي تصميم نه ګرځي او د نيولو لړي به يي په شدت روانه وي .

 د قيصاري له نيولو وروسته افغان کمانډو ځواکونو د قيصاري په کور او پوستو چاپي وهلي چي په پايله کي يي ډيري سپکي او درني وسلي غنميت شوي جګړه هم شوي چي د قيصاري پنځه جنګيالي وژل شوي او تر ۲۵ ډير ژوندي نيول شوي.

تر قيصاري ،نادرشاه ،رخيم الله وروسته. په بغلان ،بادغيس او فراه ولايتونو کي هم مهم زورواکان نيول شوي او مرکز ته انتقال شوي . د باوري سرچينو له قوله : ډير ژر به کمانډو ځواکونه د ننګرهار ،خوست ،کاپيسا ،بغلان ،پروان ،سمنګان او نورو ډيرو ولايتونو ميلمانه شي چي پدي ميلمستيا کي به نور ډير زورواکي مرکز ته انتقال کړي که احيانآ عکس العمل وښايي د ولسمشر د حکم سره سم به له منځه يوړل شي .

 د ولسمشر دا جدي ګامونه چي د قانون ماتوونکو په ضد يي پيل کړي او د ولس له تود هرکلي سره هم مخ شوي ، د قومي مشرانو ،ديني علماؤ او د شورايي امنيت په مشوره پيل شوي او همداسي به دوام لري .

 حقيقت که درک کړو دا بايد ومنو چې د مخاليفينو صفونه هم د همدي زورواکو له لاسه قوي شوي .

 ځکه چې دوي خلک مجبورول چې د نظام خلاف ودريږي . که دا لړي همداسې روانه وي نو لري نده چي ډير ژر به د قانونمند ،عادل او پرمختللي نظام شاهدان اوسو.

ولسمشر خپله هغه ژمنه عملي کوي چي ويل يي : هيڅ افغان د بل افغانه کم نده او هيڅ افغان د بل افغانه زيات نده ،قانون به په ټولو يو شان عملي کيږي . د ولسمشر نهايي پريکړه داده چي زورواکي او ټول قانون ماتوونکي به ماتوم .

 د دې هيله بښوونکو ګامونو سره هم مهاله ولسمشر د سولي خبرې هم پايلي ته بيخي نږدې کړي . مونږ له ولسمشره د سولې او اجتماعي عدالت د تطبيق غوښتونکي يو قانون بايد بې له کوم توپير پلي شي په ټولو قانون ماتوونکو . ولسمشره بريا دې غواړو او ملاتړي دي يو.