fbpx

راځی د نفاق په ځای پر یوالی فکر وکړو!

په دي څو لسیزوکې زموږ په هيواد کې په موردننه او بهرني اسخبارتي شبکې دا هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ يوالي ته زیان رسوي او په بیلابیلو سیمو کې خلک په قومي او سمتي ډلو وویشي ، خو د دي ټولو سره سره بیا هم د خوښي ځاي دا دي چې تراوسه د افغانانو ترمنځ يوالي قایم دي ، ښه بیلګه يي د افغان ځواکونو په لیکو کې د بیلابیلو قومونو او سمتونو سرتیري ښودلي شو چې يو يي د بل لپاره خپله سینه سپر ګرځوي او د دښمن مرمي تري بچوي .

باچا خان څومره ښه ویلي دي چې (( يو کيږو که نه ورکیږو )) رښتیا ده ، هغه ملت به تل د بدبختیو سره لاس او ګریوان وي کوم چې په خپلو منځو کې يوالي نه لري او ځانونه د ژبې ، سمتونو په وسیله ویشلي وي .

تر ډيره زموږ په هیواد کې د سیاسي کشمکشونو او نادریو یواځي عامل دي چې يو شمیر کړۍ لا هم په دي هڅه کې دي چې د افغان ملت ترمنځ يوالي زیانمن او دلته ستونزي لا پسې ډير کړي ، دوي دا کار ځکه کوي چې د دوي په ګډوډ ، جګړو او خیل خیل کیدو کې ګټي نغښتي دي .

دا چې په يوه خاوره کې د یوه حکومت تر چتر لاندي ژوند کوو نو بیا جلا والي او توپیر مو د څخه لپآره ، هر افغان که هغه پښتون ، تاجک ، ازبک ، هزار ، پشه يي او یا هم داسي نور قومونو پوري تړاو لري ټول سره ورونه دي ، خو بس ځينې خودغرضه کړۍ دي چې زموږ ترمنځ جلاوالي رامنځته کوي ، دغه ډول کسان چې يوالي ته زیان رسوي دوي په اصل کې افغان نه بلکې پردیپال دي  او تر يي ځانونه د نورو په ګټه استمعال کړي دي .

که د سرتیرو له لیکو راتيرو شو او خپلو ښوونځيو او پوهنتونو ته نظر وکړو په هغې کې هم د هر خیل خیل او هرې طبفې زده کړیالان په يوه کوټه کې د يوه ښوونکي نه زده کړي کوي او د ټول حقوق یوشان دي . نو بیا ولي د پردیو په لمسون دوکه شو او یوالي له منځه یوسو .

زما د افغان ملت ورونو ځوانانو راځي چې يوالي ته کار وکړو ، يوالي ته د کار کولو ښه لاره فیسبوک او ټوټير دي  راځئ چې د داسي يو مبارزه د يوالي لپاره پیل کړو چې په ټول دنیا کې بې ساري اوسي ، په ذکر شوي انټرنیټي شیانو کې د بې ځايه پوسټونو پرځاي ولي د یوالي لپاره کار نه کوو، که هر افغان د یوالي رامنځته کیدل خپل مسولیت وګڼي او د دغه ستري موخې لپاره کار وکړي نو بيدون له شکه به ستونزي حل او موږ به د بریا پر لور قدم کیږدو.

راځئ د یوالي لپاره لومړي پوسټونه پیل کړو که چا مخالفت وښود پوه شي چې هغه پردیپال دي او د بل ځايه تغذیه کيږي ، نو هغه پسې هم راوخلي ترڅو روغ او ناروغ څرګند شي ، که د ناروغ درملنه شونې وو خو ښه او که شونې نه وو نو که موږ متحده اوسو په هر سویه چې داسي شخص پیدا کړو له دي هیواده يي هم ویستلي شو.

د ځوانانو يوالي ستري ګټي لري ، که موږ سره يوو اوس نو د سیمي په کچه خو پریږده چې د نړۍ په کچه هم د بیلابیلو هیوادونو سره سیالۍ ته وردنګلي شو ، او په دي هم باور لرم چې افغان ځوانان د پوره استعداد خاوندان دي ، که هڅه وکړي او ارامه فضا ورته برابره وي نو په هر ډګر کې بریا ترلاسه کولاي شي ، ښه بیلګه زموږ سپورتي ځوانان یادولالي شو چې په بیلابیلو برخو کې يي په دي وروستیو کې په کور دننه او بهر سترې بریاوي خپلې کړي او د افغانستان بېرغ يي د سیمي او نړۍ په کچه وځلاوه .

رښتیا بله دا چې زموږ ملي بیرغ یو دي زموږ بریاوي ، خوښي او ښادۍ سره شریکي دي ، زموږ ملي ګټي او زیانونه سره شریک زموږ تعلیم حساب سره ګډ دي ، زموږ جومات ، دین او اسلام سره ګډ دي ، زموږ غم سره يو دي ، نو بیا ولي ځينې خلکو ته د دي اجازه ورکړو زموږ يوالي ته زیان ورسوي .

هر څه باید حکومت ته پرينږدو چې راسم يي کړي ، یوالي باید موږ خپل قایم او دایم کړو ، باید خپله د يوالي لپاره کار وکړو ، ځکه يوالي کې سترې ګټي دي که موږ ټول افغان ملت سره یو اوسو نو بیا کولاي شو چې په ډيره اساني سره لومړي د امنیت راوستلو ته کار وکړو او سوله راولو ، بیا همداراز د هر پرمختګ لپاره چې سره لاس یو کړو نو بریا به زموږ وي .

یوالي داسي یو څيز دي چې په قراني ایاتونو او حدیثو کې هم پر یوالي ټينګار شوي او یوالي دي چې يو مسلمان ملت د بریاوو پر لور نږدي کوي .

د افغان ملت د یوالي په هیله

لیکوال : مدثر شینواري