fbpx

روهېت شرما په شل اوریزه لوبو کې دریمه سلیزه جوړه کړه

د انګلستان په کوربتوب له هندسره د درې شل اوریزو لوبو سیریز هند په خپل نوم کړ.
د دې لوبو دریمه لوبه بېګا شپه د جولای په ۸ مه نېټه د انګلستان په لومړۍ توپ وهنه پیل شوه، انګلستان په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدوسره د جېسن رای د ۶۷ منډو پرمټ ۱۹۸ منډې جوړې کړې.
هارډېک پانډیا څلور او سېدرت کول دوه وېکټې واخېستې.
هندوستان دا هدف په ۱۸،۴ اورونوکې د روهېت شرما د ناسوځېدلې سلیزې پرمټ د ۳ لوبغاړو په سوځېدوسره پوره کړ او انګلستان ته یې په خپل کور کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
د دې لوبې او د ټول سیریز غوره لوبغاړی روهېت شرما اعلان شو.
دواړه لوبډلې درې شل اوریزه ، درې یو ورځنۍ او پنځه ټېسټ لوبې لري، چې شل اوریزه لوبې دوه د یو پر وړاندې هندوستان وګټلې او یو ورځنۍ لوبې به د جولای په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ په ترېنټ برایج لوبغالي کې پیل شي.