fbpx

شاه رخ خان له مېرمني سره لمړنی سیلفي خپور کړ

د هند وتلي ستوري شاه رخ خان په لمړي ځل له خپلي مېرمنې ګوري خان سره خپل لمړنی سلفي په سوشل میډیا کې خپور کړی دی .‌

 په داسې حال کې چې شاه رخ خان په سوشل مېډیا کې ډېر زیات فعال دی ،خو کله یې هم له خپلي مېرمنې سره سلفي نه دی خپور کړی . نوموړی تل د خپلو بچیانو ویډیوګاني ،انځورونه او د هغوی په تړاو معلومات خپروي ،خو دمیرمني سره اخیستی سلفي یې تر اوسه نه وو خپور کړی .

 نوموړي ددغه عکس سره یوه جمله هم لیکلې چې تر ډېره بریده په سوشل میډیا کې کښته پورته کېږي . هغه وايي چې بالاخره ګوري خان دا اجازه راکړه چې ددې سره اخیستی سلفي په سوشل میډیا کې خپور کړم .

 د شاه رخ خان له دې جملې څخه ښکاري چې تر اوسه ګوري خان هغه ته د ګډ سلفي د اخیستو اجازه نه ده ورکړې .