The news is by your side.

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنو لوبډلې اتلولي تر لاسه کړه

پرون د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنو لوبډلې د مرکزي اسیا د فوټبال جام سیالیوکې د یوې ماتې او درې بریاوو په وسیله دا اتلولي تر لاسه کړه.
افغان لوبډلې تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان ته ماتې ورکړې او د اتلولۍ ویاړ یې د خپل هېواد کړ.
د هېواد لوبډلې په وروستۍ لوبه کې قرغزستان ته ۴ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
دا سیالۍ د جولای په ۵ مه نېټه پیل شوې وې او پرون د افغانستان په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د مرکزي اسیا د فوټبال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د پنځه لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.