The news is by your side.

د جدې کنفرانس دافغانستان سولې لپاره یوبل سترګام

د اسلامي هېوادونو کنفرانس به نن په افغانستان کې د ټولو هغو افراطي ډلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي چې په افغانستان کې داسلام په نوم بې ګناه افغانان وژنی. نن به د سعودي په جده ښار کې د افغانستان د روانې جګړې د روایت په اړه د اسلام او شریعت له اړخه پراخ بحث وشي او د۳۷ اسلامی هېوادنو دیني عالمان به په ګډه په دغه جکړه د اسلام له نظره بحث کوی او دغه جکړه به د تیر په څیر یوځل بیا عیرمشروغ ووبلل شې . د افغانستان د عالمانو شورا د مشر قیام الدین کشاف په مشرۍ شاوخوا ۳۰ کسیز پلاوی په دغه دوه ورځني غونډه کې ګډون وکړې او دافغان وژنی دغی جکړی په اړه به دنورو هېوادنو عالمانو ته قناعت ورکوی چې ترڅو په یوه خوله دغه جکړه ناروا ووبللې او دافغان وژنی دغه جکړه پای وومومې. د دې کنفرانس لومړۍ ورځ به نن په جدې او دوهمه ورځ په مکه مکرمه کې ترسره کېږي اړ دافغانستان ترڅنک به د ۳۷ اسلامی هېوادنو دیني عالمان به په ګډه په دغه جکړه د اسلام له نظره بحث کوی. د دې کنفرانس عمومي منشي ډاکتر یوسف بن العثمین وایې، دوی د اسلام او شریعت له نظره پر افغان جګړه خبرې کوي نو دا کنفرانس به په افغانستان کې د پخلاینې، سولې او ثبات لامل شې دغه راز ډاکتر یوسف بن العثمین زیاته کړه چې یاد کنفرانس به په ټوله اسلامي نړۍ په تېره بیا په افغانستان کې د افراطیت او تاوتریخوالي په اړه هم خپل دریځ روښانه کړي او ټول هغه اعمال به مردود اعلان کړي، چې د اسلامي اصولو او موازینو خلاف وي. دجدی دا کنفرانس به داندونیزا دعالمانو د کنفرانس نه وروسته یو بل مثبت کنفرانس وی د افغانستان دسولې لپاره له دغې کنفرانس نه وړاندی په افغانستان کې ۳۵۰۰ دینی عالمانو د رواني افغان وژنې روان جنګ ناروا ووبلله او په افغانستان کې له افغان دولت او هغو ډولو یې داوربند غوښتنه وکړه چې دافغانانو په ضد جنګیږی چې له نیکمرغه افغان دولت دعالمانو غوښتنې ته په کتو طالبانو سره څه کم یوه میاشت اوربند اعلان کړه چې د دولت اوربند ته په مثبت ځواب ویلو سره طالبانو هم داختر دری ورځی اوربند وکړ. بل خوا بیا په افغانستان کې دسولی شورا یو غړی قاضي امین وقاد وایې چې اوس ټول اړخونه په‎ دې باور دي چې د افغانستان جګړې شرعي توجیه نه ‎لري، نو د ده په خبره طالبانو ته به ستونزمنه وي چې د اسلامي هېوادونو په مقابل کې ودرېږي که دا کار کوي نو دوی به له نورو فتواوو او انتقادونو سره مخامخ شي دهغه په وینا طالبان ځیرک خلک دي او په‎ دې مسایلو پوهېږي، نو ځکه دغه غوښتنې به ومني او په تدریج به خبرو ته داخل شي. په افغانستان کی روان جنګ ، تاو تریخوالي او افراطیت هغه وخت له منځه تللې شی چه د سولی ،پخلاینی اوثبات لپاره اصلی عوامل په ګوته شی د اسلام مقدس دین افراطیت او تاو تریخوالی په کلکه ردوی. دا ځل ډیر امید شته دي چې دغه روانه ناروا جکړه به ختمن یو طرف ته کیږې دعالمانو دغومره ګډون په داسې کنفرانسونو کې ختمن په محالفینو اغیزه کوي او شاید بیا نور دوی سره کوم دلیل نه وی موجودچې په افغانستان کې دبې ګناه افغانانو په ضد جکړه وکړي. دسولې اړوند ورستي کوښښونو ته په کتو دافغانولسمشرمحمد اشرف غنی هڅي دستایل دی اوتردیره یي هڅه کړیده چې هغو ډول ته قناعت ورکړچې په افغان وژنه کې لاس لری او دنورو په خوښه په افغانستان کې ورنې کوی نه پریږدی چې افغانستان له کاونډیانو سره سیال شې. د جدې کنفرانس د افغانستان د ثبات لپاره مهم دی د مکې مکرمې امام شیخ عبدالرحمن السدیس له یوې عربي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې په جګړه ځپلي افغانستان کې باید د روانو خونړیو جګړو لړۍ نوره ختمه شي او دیني علما ددغه جګړې د پای لپاره حل لارې پسې ګرځي. شیخ سدیس زیاته کړې ددیني علماوو دغه کنفرانس پر دې تمرکز کوي چې دغه جګړه باید د افغانانو له سره ټوله شي او دوی ته اجازه ورکړل شي چې په سوله او ثبات کې ژوند وکړي. نوموړي ویلي د سعودي خلک له افغانانو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوو دغه هېواد ته سوله راشي. ددیني علماوو کنفرانس د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړيږي چې د نړۍ له ۳۶ اسلامي هېوادونو پکې نوموتي دیني عالمان برخه اخلي. ټاکل شوې چې دغه علما د افغانستان جګړه له دیني او شرعي اړخه تر بحث لاندې ونیسي. نو په اخره کې ویلي شو چې دغه کنفرانس دسولې په برخه کې یوبل سترګام اخیستل دې او ډیر امید شته دې چې داځل به په افغانستان کې دسولې لپاره ډیری خواي راضی شې او شاید بیاکومه بهانه دوی سره پاتی نه اوسې . په افغانستان کې دیوتلپاتی سولې په هیله

لیکوال : نصرت الله نصرت