The news is by your side.

ننګرهار :د زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

په ننګرهار کې د زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د فوټبال فدراسيون مشر خوشحال حضرتي وايي دغه سيالۍ به د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو د ورزشکارانو له خوا په ورزشي سټيديم کې ترسره شي،چې درې ورځې به دوام وکړي، نوموړي زياته کړه دغه سيالۍ د راتلونکو لوبو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کيږي.

دغه راز په يادو سيالو کې د مرکز څخه د فوټبال فدارسيون پلاوي او يو شمير د ځوانانو استازو هم ګډون کړي وو.