The news is by your side.

کاناډای سندرغاړی جستن بایبر نامزاد شو

د انګلیسي ژبې مشهور کاناډای سندرغاړی جستن بایبر نامزاد شو. نوموړي د خپلې نامزدۍ خبر په خپل انستګرام شریک کړی.

نوموړي د مشهور اداکار سټیفن بلدوین د لور هیلي بلدوین سره نامزاد شو. بایبر او هیلي له څو کلونو راهیسي پټه او ښکاره مینه کوله، خو د تیرې یوې میاشتې راهیسې ډیر خواږه دي.

جستن بایبر اصلا د کاناډا دی. ۲۴ کاله عمر لري، او د سندریو ویلو تر څنګ سندرې هم لیکي. نوموړی د انګلیسي ژبې ویونکو سربیره، په نوره نړۍ کې هم ګڼ مینوال لري.