fbpx

په سیمه ییزه کچه د اړیکو رغول تاوتریخوالي او تشدد ختمولاي شي!

د يوه هيواد په پرمختګ کې تر بل هر څه د سيمې او نړۍ په کچه د پراخو او خو اړیکو درلود خورا ډيرې مهمې دي ، تاسو پوهیږي چې په دي وروستیو څو کلونو کې افغان حکومت او په تېره بیا د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو جوړونې لري پیل کړي ، دی بیلابیلو هیوادونو ته سفر کوي او چارواکو سره يي ګوري ترڅو د افغانستان سره اړيکي ښي شي ، يو کمال به کې بل دا دې چې د ځينو هیوادونو مشران بیا افغانستان ته رابولي ، ترڅو له نږدې د افغانستان وضعیت وڅارۍ او په رښتيتنې توګه زموږ ملاتړ وکړي او هم مرسته له موږ ونه سپموي ، دا خبري ټول د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي پورې راپه زړه شوي کوم چې څوورځې وړاندي کابل ته راغلئ وو او د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر  سره وکتل

هیره دې نه وي چې د دوست هېواد ازبکستان د بهرونیو چارو وزیر ښاغلی عبدالعزیر کاملوف په مشرۍ راغلئ لوړ پوړي پلاوي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر صیب ښاغلي کاملوف او ورسره راغلئ پلاوي سره په خبرو کې د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي بهبود په برخه کې د نوموړي هېواد له همکاریو او نوښتونو څخه قدرداني کړي او د لا مرستو غوښتنه يي ورڅخه کړي ، پوهیږي همدا مرستې او اړیکې به انشالله یو وخت افغانستان داسي يوه حالت ته بوځي چې بیا به د سیمي او نړۍ په کچه د يوه هیواد مرستي ته اړتیا ونلري .

ښاغلي اتمر ورته دا هم ویلي چې د افغانستان د کړکیچ له پاره د سوله ییزو حل لارو په موندلو کې د ازبکستان همکاري خورا اهمیت لري او په دې برخه کې یې د نوموړي هېواد د ونډې د پراختیا غوښتنه وکړه.  پوهیږي ازبکستان د سیمي په کچه هغه هیواد چې تقریبآ له هر اړخ ځان بساینې ته رسیدلي دي ، د دوي همکارۍ زموږ دریدلي او زوریدلي ملک لپاره ډيره اړینه ده .

اتمر صیب دغه پلاوي ته دا هم ویلي چې د سیمه ییزو همکاریو، امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې ازبکستان د سیمې په کچه کامل باور لري او افغانستان له نوموړي هېواد سره د خپلو سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو د دوام او پراختیا له پاره پوره چمتوالی لري.

ښاغلي اتمر د دغه خبرو په لړ کې په ځانګړي توګه د تاشکند کنفرانس جوړیدل د سولې او سیمه ییزو اړیکو د پراختیا له پاره مهم ګام و باله او د دې کنفرانس په ترڅ کې د نیول شویو تصمیمونو او هوکړو پر عملي کیدو یې ټینګار وکړ.

همهاله د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف اتمر صیب ته ويلي چې ازبکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان د سولې له پاره یې د خپل هیواد د سیاسي مشرتابه له هڅو څخه افغان لوري ته مالومات ورکړل.

ښاغلي کاملوف په سیمه ییزو همکاریو او اړیکو کې په لوړه کچه د افغانستان په داخلیدو ټینګار کړي او ویلي يي دي چې په سیمه ییزو موضوعاتو او پریکړو کې به د افغانستان له قوي حضور څخه ملاتړ وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغان حکومت لخوا د طالب جګیالیو سره د اوربند اعلان غوره نوښت بللي او دا یې په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت له پاره مهم پیل یاد کړي دي .

په دې ناسته کې دواړو لورو، په نړیواله کچه د افغانستان او سیمې په اړه پر کیدونکو بحثونو هم خبرې هم کړي او د ځینو نظریو د عملي کیدو په برخه کې هوکړې ته ورسیدلي.

دا چې دغه هوکړي عملي شي ، د سولې او امنیت په برخه کې ته به ډير کار وشي ، د دوي ملاتړ زموږ لپاره په سیمه او نړۍ کې خورا ډير مهم او اغیزمن ثابتیدلاي شي، افغانان د اتمر صیب څخه د هر هیواد سره که په سیمه کې موقعیت ولري او که په نړۍ کې د همداسي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کوي ، ځکه موږ د سولې تږي يوو او سوله چې په هر ډول راتللي شي موږ يي ملاتړي يوو ، دا چې اوس ولسمشر او اتمر صیب په ګډه کومې هڅي د سولې لپاره پیل کړي انشاالله ډير ژر به يي واري چې طالبان د سولې مذاکراتو ته حاضر شول او د افغان حکومت سره يي لومړني خبري په پلانکې ځاي کې ترسره کیږي ، ځکه ازبکستان جمع نور هغه هیوادونه چې په دي وروستیو کې مشران کابل ته راغلي او یا هم اتمر صیب دغه هیوادونو ته سفر کړي ، اتمر صیب دي ته قانع کړي چې افغانستان کې سولې او امنیت ته کار وکړي ، ځکه چې افغانستان کې سوله او امنیت د دوي په ګټه هم دي .

د روانې جګړي او تشدد د ختميدو او سولې د راتللو په هیله .

لیکوال : روحید (( مجبور ))