The news is by your side.

د سپېڅلي شهید د تلین په وياړ !

د احمد شاه بابا ټاټوبي او د لوي کندهار په سپېڅلي خاوره کې سپېڅلي شهید د کندهار د ولايتي شورا رئيس او دحامد خان کرزي ورور و، چې د ٢٠١١ز کال د جولاى په ١٢ مه په کندهار کې په خپل کور کې ووژل شو.

شهید احمد ولي کرزى په ١٣٤١لمريز ( ۱۹۶۱ ) ز کال کی د کندهارد ډنډ ولسوالۍ په کرز سيمه کې وزېږېد. پلار يې عبدالاحد کرزی او نيکه يې خیر محمد  نومېده. کرز د کندهار ولایت هغه سيمه ده چې ښار ته نژدې پرته ده او د پخواني ولسمشر کرزي او د ده د کورنۍ پلرنى ټاټوبى دى.

احمد ولي کوچنى و، چې کابل ته کډه شول. نوموړى پنځه ماشومان لري چې دوه يې زامن او درې يې لوڼې دي.

زده کړه

احمد ولي کرزي خپلې زده کړې په کابل کې پيل کړې، د کابل په حبیبې لېسه کې يې خپلې زده کړې پيل او بشپړې کړې. وروسته يې د کانکور ازموينه ورکړه چې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته بريالى شو، خو لوړې زده کړې يې نيمگړې پاتې شوې.

احمد ولي کرزى د اقتصاد پوهنځي د دويم کال محصل و، چې شوروي پر افغانستان  يرغل وکړ او د نورو افغانانو په څېر کرزي هم د جهاد لار خپله کړه، وروسته پاکستان ته  ولاړ او په کوټه کې يې استوگنه غوره کړه.

سياسي فعاليت

احمد ولي کرزي په  دوه دوره کې د کندهار د ولايتي شورا رئيس و. د يوه قومي مشر پر ځاى احمد ولي کرزى تر ډېره يوه سياسي بانفوذه څېره وه، چې يوشمېر مشران به په غونډو کې د ده په پلوي گډون کاوه او ځينې پرېکړې به يې کولې.

مړينه

احمد ولي کرزى د ٢٠١١ز کال د جولاى په ١٢مه په کندهار کې په خپل کور کې د خپل يوه کورني ساتونکي سردار محمد له لوري په ډزو شهید شو.

دا وه د سپېڅلي شهید ژوند لیک

اوس راځم  د روا ښاد احمد ولي هڅو او اندونو باندې يو څو کرښي تورم نوموړي په کندهار او باالخصوص په جنوب غرب ولایتونو کې خورا زیات محبوبیت درلود او ولس پر راټول وو د يوه سپیڅلي مشر په توګه يي د هغه درناوي کاوه ، هغه به داویل چې ولس ته له خدمت کولو خوند اخلي او د ولس خدمت کول ورته تر ټول ستره ځواني ښکاري .

د خلکو په زړونو کې يي دومره ځاي درلود چې ټول خلک دومره ورته په درناوي قایل وو چې د کندهار سربیره به د نورو ولایتونو ولسونو هم خپلې ستونزي د حل په موخه ده ته راوړي او د حل کیدو غوښتنه به يي تر کوله ، د لوړ فکر په درلودو سره يي هيڅکله د کندهار د اوسیدونکو او نورو ولایتونود خلکو تر منځ فرق نه دي کړي بلکې د هر چا درناوي به يي کاوه او د هغوي ستونزي به يي خپلې ګڼلې او د حل په موخه به يي له هر ډول هڅو دریغه نه کوله .

اروښاد نه يواځي دا چې د کندهار د ولایتي شورا رييس وو بلکې ترڅنګ يي په جنوبې حوزه کې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د یوه قومي مشر په توګه هم تل منډې ترړي کولي ، نو ځکه خو به په جنوب غرب کې خلکو خپلمنځي شخړي هم په ده حلولي اوده به هم د يوه مهربانه مشر په څیره تل د عدل او انصاف په ترازو برابري د خلکو پریکړي حلولي تر ټول ښه خبره دا وه چې ده به کومه پریکړه وکړه هیچا به تر مخالفت نه کاوه او په ورین تندي به يي د ده هر ډول پریکړي منلي .

نوموړي د خلکو په منځ کې دومره محبوبیت درلوده چې د ولسونو پر منځ کې د يو خواخوږي او غیرتمند انسان په سترګه ورته کتل کیدل ، هغه ځکه چې د خپل عمر په اږدو کې يي تل د ولس د ښيګڼو او هوسایني لپاره کار وکړ او باالخره يي د همدغه هڅو په لړ کې  خپل خوږ ژوند هم وبایلود.

سپېڅلې شهید د ولسونو لپاره د ارامتیا د هڅو په لړ کې يو ستر کار دا هم کاوه چې تل به يي هڅه  دا وه چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو سره وغږیږي او د سولې خبرو اترو لپاره يي راوبولي ، سپېڅلي شهید د سولې تږي وو ، سوله يي يو لوي ارمان وو ، د سولې لپاره به يي د هر ډول هڅو ملاتړ کاوه ، د سولې لپاره د هر ډول هڅو څخه دریغه نه کوله ، خو بدبختانه چې ژوند ورسره وفا ونه کړه او د سولې ستر ارمان يي پوره نه شو او له دي دنيا يي د تل لپاره سترګي پټي کړي ، زه منم چې کندهار به نور ویاړلي هم لري خو دا ومني چې د سپېڅلي شهید ځای به تر ډيره خالي وو او د نشتون احساس به يي ضرور کیږي ، ځکه چې نوموړي په ټوله مانا يو پاک ، ایمانداره او سپيڅلې انسان وو  .

هغه د افغان ملت د يوالي لپاره هم تل خپل غږ پورته کاوه او تل به يي دا ویل چې که موږ ټول افغان ملت سره یوځاي او يوه خوله اوسوو نو هر ډول ستونزي څخه خلاصیدلاي شو ، هغه دا هم ویل که یوځاي نه شو نو تل به د بل د ګټو ښکار يوو.

فلهذا ویلي شم چې نه شتون يي نه يواځي د کندهار او جنوبي غرب ولایتونو لپاره یوه ستره ضایعه ده بلکي د ټول افغانستان لپاره د ده نشتون يوه لویه ضایعي بللي شو، د نشتون احساس به ټول افغان ملت خو بیا په ځانګړي توګه پښتون قوم حتمن کوي ،  بس په اخر کې به تش دومره ووایم چې د سپيڅلي شهید  یاد ده تل پاتي وي او روح يي ښاد اوسه

د سپيڅلي شهید احمدولي خان کرزي د تلین په یاد