fbpx

رحیم الله سمندر وايي لاریونونو سوداګرو ته زیان اړولی

د هیواد په شمال کې وروستیولاریونونو سوداګرو ته مالي زیان اړولی او پر اقتصادي برخې یې بد اغیز کړې دې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ویاند رحیم الله سمندر ویلي، چې د اقینې بندر لارې تر څنګ د یوشمېر نورو سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله سوداګرو او د افغانستان اقتصاد ته زیان اوښتی او هره ورځ افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي.
د راپورونو په اساس د هیواد په شمال کې د جنبش ګوند پلویانو، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې د هېواد په شمال کې د اقینې بندر او یوشمېر نورې سوداګریزې لارې تړلې او د تحصن خېمې یې درولې وايي، تر هغو یې چې غوښتنې ونه منل شي دا لارې به خلاصې نه کړي.

بلخوا د شنونکو په وینا، هېڅ ډله د لارو د تړل کېدو حق نه لري او حکومت باید هېچاته اجازه ورنه کړي، چې د شخصي غوښتنو لپاره ملي ګټو ته زیان ورسوي.
خو لاریونوالو، چې د اتمې ورځې لپاره هم په فاریاب، بدخشان، سمنګان، تخار او یوشمېر نورو ولایتونو کې خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړې خبرداری ورکوي، که یې غوښتنې ونه منل شي دا لارې به تړلې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمال کې د سوداګریزو مسیرونو د تړل کېدو له امله د افغانستان اقتصاد ته د میلیونونه افغانیو د زیان اوښتی، چې د سوداګرۍ خونو مسئولانو په وینا که دې ستونزې ته رسیده ګي ونه شي ورځ تر بلې به سوداګر له زیاتو زیانونو سره مخ شي.