The news is by your side.

افغانستان کې د اوبو ١٢ نوي بندونه پاکستان ته خطر دی

 پاکستانۍ دې نېشن ورځپاڼې « په افغانستان کې د اوبو ١٢ نوي بندونه پاکستان ته يو خطر» تر سرليک لاندې يو تازه مطلب خپور کړی دی.

په خپاره شوي مطلب کې راغلي چې په ٢٠١٠ م کال کې روښانه شوه چې افغانستان پر کابل سيند ١٢ بندونه جوړوي.

ده نېشن ورځپاڼې لیکلي، هند نه يوازې په دې چاره کې د افغانستان بشپړ ملاتړ کوي، چې دې کړنې ته يې ان قانع کړى هم دى او د اوبو بندونو جوړول به د پاکستان ضد اقدامونو برخه وي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، افغانستان له دغه اعلان وړاندې هم د امريکا په مالي ملاتړ پر کابل سيند د اوبو څو بندونه جوړ کړي وو، خو اوس داسې ښکاري چې نړيوال بانک هم چمتو شوی چې د دغو بندونو د جوړولو لپاره افغانستان ته اته ميليارد ډالر برابر کړي. ورځپاڼه لیکي، هند نه یوازې د دغو پروژو تخنیکي ملاتړ کوي، بلکې پانګونې ته هم چمتو دی .
په خپاره شوي مطلب کې همداراز د کابل د سیند پر ازرښت هم بحث شوی او راغلي چې دغه سیند نهه میاشتې اوبه لري او د خیبرپښتونخوا کرنې ته اتیا سلنه اوبه ورکوي.
لیکوال د پاکستان له پاره دا هم د اندېښنې وړ بللې چې پاکستان له هند سره د اوبو تړون لري، خو له افغانستان سره یې نه لري.
د یادولو ده چې پاکستان د اوبو له سخت بحران سره مخ دی او په راتلونکو کلونو کې د دغه بحران د زیاتېدو وېره څرګنده شوې. اوس په پاکستان کې د ډیمونو پر جوړولو جدي خبرې کېږي.