The news is by your side.

نجیب ځدران د کاناډا په ګلوبل لیګ کې څلور شپږیزې ووهلې

د کاناډا نړۍ والو کرکټ سیالیو په دوام نجیب الله ځدران دې لوبډلې مونټ ریئل ټایګرز دوهمه بریا ثبت کړه.
ټاس ملېنګا وګاټه او توپ اچونه یې وکړه، ډبلیو سي آې لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره د شمر سپرېنګر د ۶۲ منډو په وسیله ۱۶۲ منډې وکړې.
ملېنګا د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.
د نجیب الله ځدران دې لوبډلې هدف ته په اتلسم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدوسره ځان ورساوه او سي ډبلیو آې لوبډلې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
سونېل نرېن ۶۱، سِکندر رضا ۳۲ ناسوځېدلې منډې او نجیب الله ځدران په ۱۲ توپونو د ۴ شپږیزو پر مرسته ۲۹ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.
مونټ ریئل ټایګرز لوبډلې شپږ لوبې کړي، چې دوه یې ګټلي او څلور یې بایللي دي او د نومرو په جدول کې پنځم ځای لري.
دا سیالۍ د جون په ۲۸ مه نېټه د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوي، چې د جولای په دولسمه نېټه د پنجشنبې په ورځ یې پلی آف یا مهمې لوبې پېلېږي.
د دې سیالیو پایلوبه د جولای په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.