fbpx

ننګرهار : وسله وال برید کې شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښي

نن سهار  ۹ نیمي بجې د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې کې د پوهنې رياست اړوند ښاري مديريت باندې وسله وال  ډلیز برید وکړ چې د څو ساعته نښتي وروسته  برید پای ته ورسید.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږیاڼي خبریال ډاټ کام ته وویل په پېښه کې تر اوسه پورې لس تنه شهیدان شوي او لس نور ټپیان شوي،چې یو شهید او لس ټپیان حوزوي روغتون ته لیږدول شوي او د نهه تنو نورو شهیدانو جسدونه به اوس حوزوي روغتون ته ولیږدول شي .

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه به وروسته مالومات شریک کړي.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې وسله والي ډلي نه دي منلې خو هیره ده نه وي چې د پوهني برخې ته په دي وروستیو کې داعش وسله والي ډلي ګواښونه کړي وو