The news is by your side.

افغانستان یو ځل بیا دنړۍ په خبرو کې !

افغانستان هغه هېواد چې له تیرو 40 کلونو راهیسې دجګړو شاهد دی او یو علت یې دا بلل کېږي هغسي چې نړیوال باید ورته پاملرنه وکړې ورته پاملرنه نه ده شوی که څه هم دنړیوالو په راتګ سره افغانستان کې ډیر څه بدلون وموندلو یاد هېواد دنړیوالو دپاملرني مرکز شو او ترڅنګ یې اوس نړۍ هڅې کوې په افغانستان کې دسولې او ثبات لپاره لاسونه سره یو کړي او دا هېواد له دي بحرانه وباسي خو ددي مسایلو سره سره په 2014 کال کې چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستانه په وتلو شول یو ځل بیا داسې اندیښنې رابرسیره شوې چې ګواکې دا هېواد به بیا یو د 1990 کلونو شاته لاړ شي او دنړۍ د پاملرني به بي برخې شي خو دملې وحدت حکومت د فعالي بهرنۍ دیپلوماسۍ له امله اوس افغانستان نه یوازي دا چې دنړۍ دمحور ټکی دی بلکې نړۍ غواړې دلته د بحران په ختمولو کې مرسته وکړې چې همدي موخې ته درسیدو لپاره د پرون راهیسي افغانستان داسلامي نړۍ دعلماوو او په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزي داجنډا د سر ټکی دی داچې دا کنفرانسونه څومره دافغانستان لپاره اړین دي او څومره موږ ته د نړیوالو دملاتړ او دهغوۍ د  پاملرنې ډاډ راکوې غواړم دلته پري لنډ بحث وکړم  .

جدې کنفرانس !

تیره ورځ دسعودي په جدي ښار کې د نړۍ داسلامې هېوادونو د جیدو علماوو ناسته پیل شوه یاده ناسته دافغانستان لپاره دخپل تاریخ تر ټولو مهمه ناسته ده ځکه دا لومړی ځل دی چې افغانان داسلامې نړۍ همدردي او خواخوږې په دومره کچه له ځانه سره لري او دجګړې مذهبي مشروعیت چې یو شمیر استخباراتي کړۍ یې دافغان وژني لپاره کاروي منځه وړي چې دا په خپله برخه کې یو تاریخې او بی ساری اقدام دی ځکه له تیرو څو لسیزو راهیسي په دې هېواد  کې داسلام تر نامه لاندي هغه جنایتونه روان دې چې هیڅ مذهب یې توجیه کولی نشي او نه هم څوک ددې لپاره روا والی پيدا کولې شي بلکې دڅو پاکستانې استخباراتي ملایانو په فتواګانو باندي دلته انسان وژنه او افغان وژنه روانه ده چې دا کنفرانس د هغې فتواګانو پرضد یو بي ساري اقدام دی او نور څوک حق نلري چې اسلام دخپلو ګټو لپاره وکاروي ، چې دا په خپل ذات کې یو بي ساري اقدام وو ځکه له دې مخکې په افغانستان کې روانې جګړې ته مذهبي اړخ ورکول کیدلو خو داسلام علماوو په دي اړه خپل غږ نه اوچتولو چې ولي داسلام له نامه نه غلطه استفاده کېږی خو اوس داسلامې نړۍ علما ددې ظلم په وړاندي غږ پورته کوې او ترڅنګ یې دافغانستان سره دسولې په راوستلو کې دهر رازه همکارۍ او مرستې لپاره ټتر وهې.

خو تر دي ټولو مهمه مسله داده چې نور دافغانستان کې دجګړې د روا والې او هر جنایت دفتوي مرکزدپاکستان داستخباراتو علما نه دی بلکې له دې وروسته به دا مرکزيت په هغه ځای کې وي چې ټول اسلامې نړۍ ورته ځانګړې درناوی لري او ټولې اسلامې نړۍ ته د ځانګړې اهمیت څخه برخمن دی ، چې دا موضوع یې تر ټولو زیاته اړینه ده .

بروکسل کنفرانس !

یاد کنفرانس چې همدا نن شروع شو دافغانستان لپاره یو تر ټولو مهم کنفرانس دی ځکه له دي کنفرانس څخه افغانان هیله لري ترڅو تر 2024 پورې ناټو غړې هېوادونه دافغان امنیتي ځواکونو لپاره خپلې مالې مرستي تمیدید کړي بله اړینه مسله داده چې یاد کنفرانس کې به دافغانستان دسولې او ثبات لپاره د افغان حکومت د روانو هڅو او ترڅنګ یې دهغې طرحې څخه ملاتړ موضوع هم مطرح شي کوم چې افغان حکومت دافغان سولې لپاره طالبانو ته وړاندې کړې ده چې دناټو ملاتړ کولې شي دافغان حکومت دریځ په دي برخه کې پیاوړی کړي دریمه هغه دا چې د تروریزم ضد مبارزه کې دافغانستان سره مرسته او په هغو هېوادونو فشارونه راوړي کوم چې تروریزم روزي او دهغوۍ ملاتړ کوې نو دا ډیره اړینه ده چې ناټو په هغې هېوادونو  باندي په ځانګړې ډول پر پاکستان باندي فشارونه زیات کړې چې په افغان سوله کې مرسته وکړې او په پاکستان په دې برخه کې خپله پالیسۍ بدله کړې .

ددي ټولو سره سره دناټو پيغام چې وایې په افغانستان کې پاتې کېږي ډیر اړین دی ځکه کله چې هم دافغانستان په نړیوالو مادلاتو کې بي پریوالی اعلان کړی هماغه وخت ورته د ګاونډیو هېوادونو لخوا یو سردردي جوړه شوې ده چې اوس دناټو داوږدمهالې ملاتړ اعلان طالبانو او ګاونډیو هېوادونو ته دا پیغام ورکولې شي چې نور دوۍ دجګړې له لاري په افغانستان کې نشي بریالې کیدلي او نه هم ګاونډیان نور خپل اهداف په افغانانو باندي عملې کولې شي بلکې افغانستان اوس دنړیوالو سره په تعاملاتو کې دخپلو هېواد دګټو په اساس باندي برخورد کوې او په دي برخه کې خپلواک سیاست لوبوي .

لیکوال : سپین سهار