The news is by your side.

ننګرهارپېښې وروستي جزیات او د (CPAG) غندنه

نن د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحیې کې د پوهنې ادارې ښاري مدیریت باندې وسله والو برید وکړ چې د ۲ ساعته مقاومت وروسته جګړه د دوو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسیده .

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي خبریال ډاټ کام ته وویل د دې تروری پېښې پر مهال ۱۱ تنه شهیدان شوي،چې ټول شهیدان د پوهنې ادارې اړوند دي او په شهیدانو کې د جلال اباد د پوهنې ښاري مدیر سید سلیمان پاچا هم شامل دی،همدا راز لس نور ټپیان دي،چې په کې ۵ تنه د پوهنې ادارې اړوند ،۳ امنیتي،یو زده کوونکی او یو غریبکار شامل دی،چې پنخه تنه ټپیان تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي .

خوږياڼي خبریال ډاټ کام ته زیاته کړه د پېښې پر مهال شاوخوا دیرش مامورین وو، چې شل یې د امنيتي ځواکو له لوري ژوندي ژغورل شوي

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدلت غوښتنې ګروپ (CPAG)په همدې حال کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو په خاصه په ننګرهار ولایت کې د تېرو لسو ورځو راهیسي ترهګریز بریدونو،هغه ماین چاودنې او عملیات چې پکې لسګونه بېګناه انسانانو ته يې مرګ ژوبله واړوله په کلکه غندي. او یو ځل بیا وسله‌والوډلو ته وايي چې لطفاً د خپلو جنګو موخو لپاره د ملکي خلکو له وژلو او عامه تاسیساتو له ورانه ولو لاس واخلئ.

تر اوسه د دغه برید پړه چا پرغاړه نه ده اخستي