fbpx

زناکار ملا د نړۍ ټولو علماوو ته غلامان وايي

ليکوال : حامد ننګرهارى

د پاکستان يو زناکار ملا وايي، چې کوم علماء په سعودي عرب کې راغونډ شوي دي او د افغانستان د جنګ په اړه خبرې کوي، هغه ټول د امريکې غلامان دي.

دا خبرې د يوه داسې هېواد، داسې ملا کوي، چې ټول عمر يې د نورو غلامي کړې ده، اول د برېتانيې، بيا د امريکې او اوس د چين. تاسو وګورئ چې د پاکستان نور خلک خو پرېږده، ملايان يې هم وايي، چې د چين سره د دوى وروري ده، نو يو اسلامي ملک څنګه د يوه کميونيسټ هېواد سره وروري کولاى شي؟ په داسې حال کې چې چين هېڅ مذهب نه مني او په مسلمانانو خو بيا ډېر سخت بندېز دى، مسلمانان نه شي کولاى چې روژه ونيسي، لمونځ وکړي او جومات ته لاړ شي.

څه وخت مخکې د پاکستان يوې دلالې د اکوړه خټک د حقانيې مدرسې د مشر ملا سميع الحق په اړه وويل، چې نوره له دې ملا څخه تنګه شوې ده، ځکه چې ورته وايي، تنکۍ تنکۍ نجونه دې ورته راولي او تنکۍ نجونه نه پېدا کېږي.

خو دا کيسه نه يواځې دا چې رسنيو راوانه خيسته، بلکې پټه کړاى شوه او هېڅ په خواله رسنيو هم د دې کيسې ذکر ونه شو، هغه دلاله غلې کړاى شوه او د تنکيو تنکيو نجونو دا کيسه همداسې ورکه شوه.

يعنې هغه ملا، چې زموږ په هېواد کې د جهاد فتوا ورکوي، په خپل هېواد کې په تنکيو تنکيو نجونو پسې ګرځي.

نه يواځې دا چې ملا سميع الحق د تنکيو نجونو شوقي دى، بلکې دا ملا په بشپړه توګه د پاکستان د آى ايس آى په لاس کې دى، که تاسو ته ياد وي نو د خېبر پښتونخوا حکومت د حقانيې مدرسې ته شل کروړه پاکستانۍ روپۍ ورکړې وې، يادې روپۍ د آى ايس آى په وينا ورکړل شوې وې، چې يو شمېر خلکو پرې سخت انتقادونه هم کړي و.

خبريال ته د خېبر پښتونخوا يوه خبريال د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې ملا سميع الحق د آى ايس آى سړى دى، پېسې هم ورته آى ايس آى ورکوي او کار هم د هغوى لپاره کوي. هغه وويل چې نه يواځې د پېسو لپاره د آى ايس آى لپاره کار کوي، بلکې کورنۍ يې آى ايس آى اغوا کړې ده او که ملا سميع الحق د دوى د خبرې د منلو څخه انکار وکړي، نو هغوى يې د کورنۍ د وژلو دړکه ورکوي.

د پاکستان استخبارات داسې يوه لوبه کوي، چې افغان دولت ته وايي، چې موږ ستاسو هره خبره منو، خو له موږ سره مو اړيکې ښې کړئ، خو بلخوا پاکستاني ملايانو ته وايي، چې افغانستان کې خلک جنګ ته وهڅوئ او فتواوې مو ورکړئ چې په افغانستان کې جهاد روان دى.

که تاسو کتلي وي، نو د پاکستاني ملايانو زياتره وخت د پاکستاني فاحشه وو او يا هم ډمانو سره کيسې بهر ته راوځي، مولانا طارق جميل د پاکستان مشهورې ډمې وينا ملک ته خپله لوري ويلي، مولوي عبدالقوي يې بيا د قنديل بلوچ سره په روژه کې په هوټل کې ليدنې کولې، چې وروسته رسوا شو او همدا راز نور ملايان يې هم په لاهور کې له فاحشه وو او ډمانو سره وخت نا وخت ناستې کوي.

د پاکستان زناکار ملا سميع الحق اوس په خپله تازه اعلاميه کې نه يواځې دا چې په افغانستان کې يې جهاد روا بللى دى، بلکې د نړۍ د ٣٣ هېوادونو علماء د يې امريکا غلامان ګڼلي دي او په خپله زناکارۍ بيا وياړي.

پاکستان مو اوس په دين او اسلام پسې هم راخيستې ده او غواړي چې په دې کار به د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي او خلکو ته به داسې ښکاره کړي، چې په نوره ټوله نړۍ کې هېڅ خپلواک عالم نشته، خو په پاکستان کې بيا عالمان خپلواک دي، خو اوس هغه پخوانى وخت نه دى، چې خلک به د پاکستاني ملايانو له کيسو نه خبرېدل، اوس خلک ټول پوه دي، چې د پاکستان ملايان ټول د آى ايس آى تالي څټي، زناکار او خرڅ شوي ملايان دي.