fbpx

د دیني عالمانو ۲ ورځینی کنفرانس پای ته ورسید

د رپورونو په اساس د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان په اړه خپل دوه ورځینی کنفرانس نن په مکه مکرمه کې په یوې اعلامیې پای ته ورساوه.

 د ۴۳ هیوادونو ۱۱۰ سترو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې او پخلاینې لپاره خبرې بیل کړي.

 دوی په خپله اعلامیه کې هغه کسان دوژخیان بللي چې ځانوژونکي حملې او چاودنې کوي.

«د انفجار او انتحار عاملان په جهنم محکوم دي.» د سعودي عربستان او د اسلامي همکارۍ سازمان په کوربه توب د کنفرانس برخوالو د افغانستان له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې بیا اوربند وکړي.

 د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د سولې او پخلاینې لپاره د افغانستان د ولسمشر د وړاندیزونو ملاتړ کړی دی