fbpx

زابل: ۳۱ وسله وال وژل سوي

د ۲۰۵ اتل قول اردو له قومندانۍ څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي، چي د اتل ۱۱ په نوم پوځي عمليات د اردو مځکنیو سرتیرو د زابل ولایت په دايچوپان ولسوالۍ کي کړي، چي په ترڅ کي يې ۳۱ وسله وال وژل سوي، او پنځه مرکزونه يې هم تخریب سوي دي.

خبرپاڼه کندهار او روزګان کي هم په بمي چاودنو کي د ۵ نورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.