fbpx

اروزګان :وسله والو دوه مخابراتي پایې سوځولې

وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې دوه پایې سوځولې دي.

پېښه تېره شپه د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د دهراود مرستیال امنیه قوماندان جان محمحد کریمي رسنیو ته ویلی، طالبانو د یادې ولسوالۍ په اچکزايي او چراغ کلیو کې دوه مخابراتي پایې سوځولې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې سوځول شوې پایې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې اړوند وې، خو تر اوسه نه ده معلومه چې طالبانو ولې دغه کار کړی دی.

د هغه په وینا افغان بېسیم شبکې وړمه ورځ په دغه سیمه کې خپل فعالیت درولی وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.