The news is by your side.

ژورناليزم يوه سپېڅلې دنده ده

خبريالي يا ژورناليزم داسې يوه سپېڅلې دنده ده چې که څوک يې په ريښتينې مانا په اخلاص او سپېڅلتوب تر سره کړي، نو په هيڅ يوه ټولنه کې به د خلکو داسې ستونځې پاته نه شي چې د حل لاره او د پاى ټکى ونه مومي، په تېره بيا په اوسمهالي ژورناليزم کې خو به د هيڅ يوې کليوالې او ښاري سيمې داسې څوک نه وي چې په يو نه يو ډول دي د رسنيو (مېډيا) يوې وسيلې ته لاس رسى ونه لري، هغه څوک چې تعليم لري د ورځې په اوږدو کې د ورځنيو او د شپې له خوا د چاپېدونکيو ورځپاڼو له لارې کولاى شي د نړۍ او خپلې سيمې له حالاتو ځان خبر وساتي، خو هغه څوک چې ليک لوست نه شي کولاى او يا هم له ښارونو څخه لرې په کليوالو او غرنيو سيمو کې ژوند کوي، د راډيو له لارې شېبه په شېبه د نړۍ او سيمې له حالاتو خبرېږي او د رسنيو تر دغو دوو وسيلو را وروسته بيا ټلویزیون دى چې که څه هم دا د رسنيو يا مېډيا نوې وسيله نه ده او د ايجاد يې ډېر کلونه شوي دي خو د ټلویزیون په برخه کې نويو پرمختگونو د خلکو په زړونو کې د مېډيا تر بلې هرې وسيلې زيات محبوبيت او ځاى پيدا کړ. د دې لامل ښايي دا هم وي چې د ټلویزیون پر پرده هر څۀ په مخامخ توگه ليدل کېږي او په اوس وخت کې تر پخوا زيات د بيان ازادي ده او څوک نه شي کولاى له خپل ولس او نړۍ څخه يوه خبره پټه وساتي او د دې تر څنگ اقتصادي گټې ته په پام سره هم په پاکستان او هم په افغانستان کې ډېرى خلکو شخصي ټلویزیونی چينلونه پرانيستل چې د هغو په وسيله څلرويشت ساعته تفريحي خپرونې کوي او تاوده- تاوده خبرونه ترې خپروي او په څنگ کې ورڅخه د اعلانونو او اشتهارونو په وسيله خپلې گټې هم تر لاسه کوي او تر ټلويزیون را وروسته بيا انټرنيټ د رسنيو يا مېډيا په دونيا کې يوه داسې پرمختللې او چټکه وسيله ده چې د نړۍ په هره برخه کې مېشت خلک کولاى شي په ډېره بيړنۍ توگه د نړۍ د هغه بلې څنډې د خلکو له ژوند او حالاتو خبر شي، په تېره بيا په انټرنيټ کې ځينو عمومي ويبپاڼو يا سايټونو لکه فېس بوک، ارکيوټ او ځينو نورو خو خلک دومره سره نيژدې کړل چې هر څوک کولاى شي خپل نظريات او خپلې خبرې د سترگو په رپ کې د نړۍ تر هغه بل کونجه و رسوي.

ډاکتر سلطانی