fbpx

فراه کې د ملي اردو ۱۵سرتېري وژل شوي

چارواکي وايي فراه کې د طالبانو په یو برید کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

 د یاد ولایت د ولایتي شورا وکیل دادالله قانع وایي، چې طالبانو تېره شپه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی دی، چې په پایله کې یې یاده پوسته سقوط او ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

 د نوموړي په خبره له پېښې وروسته د ملي اردو څو تنه سرتېري لا هم لادرکه دي. قانع زیاته کړه، چې پوسته اوسمهال د طالبانو په لاس کې ده.

خو په فراه کې د ملي اردو ځواکونو ویاند انورالحق خالقي وایي، چې په دې برید کې د پوستې د سقوط تر څنګ دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د قیق ارقام یې تر اوسه په لاس کې نه شته.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، چې په یاد برید کې یې ملي اردو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې چې د ۱۵ تنو جسدونه لا هم د جګړې پر میدان پراته دي.

قاري یوسف احمدي ویلي چې ملګرو یې د سقوط شوې پوستې وسلې او نور مهمات هم له ځانه سره وړي دي.