The news is by your side.

ترانسپورتي عوایدو کې زیاتوالی راغلی

چارواکي وايي د روان مالي کال د لومړۍ او دوهمې ربعې په اوږدو کې د مرکزي څانګو او بندرونو په ترانسپورټي عوایدو کې د تېر کال د عین وخت په پرتله ۲۰۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ترانسپورټ وزیر محمد حمید طهماسي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، دغه وزارت د هغې ژمنې له مخې چې له اداري فساد سره د مبارزې، په اداري او تشکیلاتي جوړښت کې د بنسټیزو اصلاحاتو راوستلو، د ترانسپورټي خدمتونو او آسانتیاوو وړاندې کولو او د عوایدو د راټولو لپاره د سیستم او میکانیزم د رامنځته کولو په برخه کې یې کړې وه، د روان مالي کال په لومړۍ او دوهمې ربعې کې مهمې کړنې تر سره کړي دي.

طهماسي وویل:” د مرکزي څانګو او بندرونو عواید د ۱۳۹۷ مالي کال په لومړۍ او دوهمه ربعه کې څه باندې ۲۱۹ میلیونو افغانیو ته رسېدلي دي. په داسې حال کې، چې د تېر مالي کال په عین موده کې د راټولو شویو عوایدو کچه څه باندې ۷۲ میلیونو افغانیو ته رسېده.”
دغه راز د بندرونو او د ولایتونو د ترانسپورټي څانګو د عویدو کچه د روان مالي کال په لومړۍ او دوهمه ربعه کې څه باندې یو میلیارډ او ۹۵ میلیونه افغانۍ وې، چې د تېر مالي کال د عین وخت په پرتله په سلو کې ۴۸ زیاتوالی ښیي.

دغه راز د ترانسپورټ وزارت په کابل کې د هند له سفارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې یې د ۳۵۰ ښاري بسونو د ترمیم لومړنۍ چارې پیل شوي او د بسونو د پرزو د ۲۳ کانټینرونو په را رسېدو سره به د دغو بسونو د ترمیم اساسي چارې تر سره شي.
اوس مهال په ټولیزه توګه په مرکز او ولایتونو کې ۱۰۴۹ ښاري بسونه شتون لري، چې له دې ډلې ۶۴ یې په مرکز او ۱۲۳ نور یې په ولایتونو کې فعالیت کوي.

د ترانسپورټ وزیر د هند هیواد مرستو ته په اشارې د ۳۵۰ ښاري بسونو په اړه وویل، چې تر دې مهاله د بسونو د اړتیا وړ پرزو د ۲۳ کانټینرونو له ډلې ۱۰ کانټینره یې کابل ته رسېدلي، ۹ کانټینره په لاره او ۴ پاتې به یې هم ډېر ژر افغانستان ته راولېږل شي.

طهماسي د ترانسپورټ د نوي قانون تنفیذ او خپرېدل او د دغه وزارت په تشکیل باندې له سره کتنه، چې له امله یې د یاد وزارت په کړنو کې ژور بدلون او آسانتیاوې رامنځته کړي په یاده مالي موده کې د خپل وزارت د نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.