بهر مېشتي افغانان له سېلاب ځپلو سره مرستې را غونډوي


خبریال وېب پاڼه/ له افغانستان بهر مېشتي افغانان غواړي افغانستان کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې را ټولې کړي.

له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو را ټولو لپاره د پښتون کونسل امریکا غواړي د ګوفنډ مې له لارې له زیانمنو کورنیو سره د لاسنیوي لپاره مرستې را ټولې کړي.

د مرستې لپاره دا ځای کښېکاږئ

پښتون کونسل امریکا به د راټولو شویو مرستو پر مټ په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو، لومړنیو درملو او د متأثره شویو کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې وویشي.

(پښتون کونسل امریکا) په امریکا کې ثبت او راجستر شوی خیریه بنسټ دی او ټولې مرسته شوې پیسې یې له ټېکس څخه معاف دي.

یاد خیریه بنسټ همدا راز په بهر هېوادونو کې پر نورو مېشتو افغانانو هم غږ کوي، چې په هېواد کې له سېلاب ځپلیو کورنیو سره مرستې وکړي.

د پښتون کونسل امریکا خیریه بنسټ د یوې اعلامیې پر خپرولو له د مرستو را ټولولو او پر سېلاب ځپلیو هېوادوالو د وېشلو خبر ورکړی او له هغو هېواد والو چې مالي او اقتصادي وضعیت یې ښه دی، غوښتي، چې له دې کمپاین سره یو ځای شي او له دې ناورین نه د هېواد والو والود ژغورلو لپاره لاس ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو را وتلو له امله تر دې دمه درې زره کورنۍ زیانمنې شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، دې درې زره زیانمنو کورنیو سره د مرستو بهیر شروع شوی، خو پروان کې نږدې زر کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړې دي.

له څو ورځو را په دې خوا په پروان، کابل، کاپیسا، میدان وردګ، پنجشېر او ننګرهار ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو راوتو له امله ١٥٠ تنه هېواد وال شهیدان شوي او له ٢٥٠ زیات ټپیان شوي دي.

په پروان ولایت کې د نورو ولایتونو په پرتله مالي او ځاني تلفات زیات دي، ویل کیږي لا هم ډېر جسدونه د کورنو او ودانیو د نړېدو له کبله تر خاورو لاندې دي او د را راویستلو عملیات یې دوام لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د نغدي مرستو سره سره د خوراکي او لومړنیو توکو مرستې شوي، خو پروان کې تلفاتو ته په کتو دا مرستې بسنه نه کوي.

بل لور په هېواد دننه هم بیا د دیو شمېر رضا کارانو له لوري له زیانمنو کورنیو سره د مرستو را ټولولو لړۍ پیل شوې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More