The news is by your side.

سويډن کې د قران کريم د سوزړلو په ځواب کې لاريونونه په تاوتريخوالي بدل شول

خبريال ويبپاڼه/ د قرانکريم د سوزولو پر ضيد لاريونونه هغه وخت په تاوتريخوالي بدل شول چې د سويډن د سخت دريزي سټريم کرس نومې ګوند پلويانو د مسلمانانو مقدس کتاب قرانکريم ته اور ورته کړ.

د رويټر خبري آژانس او نورو لويديځو.رسنيو د راپورنو له مخي ويل شوي چې په سويډن کې د سخت دريزي ګوند مشر راسمس پلوډن تيره ورځ د اګست ۲۸ د قرانکريم د سوځولو هڅه کړي وه چې هغه وخت د سويډن د پوليسو له خوا ونيول شو، او ونه توانيد چې د ملسمانانو تر ټولو مقدس کتاب قران عظم الشان ته اور ورته کړي.

خو د سټريم کرس سخت دريزي ګوند پلويان وتنوانيدل چې پرون د جمعې په ورځ قران عظم الشان ته اور ورته کړي.

اې پې خبري اژانس د راپور له مخې د راسموس پلويانو قران عظم الشان ته پرون د جمعي ورځ ماښام محال اور ورته کړ.

په سويډن مالمو ښار کې له هغه وروسته لاريونونو زور واخيست او تاوتريخوالي بدل شول چې دراسمس پلويان د قران عظم الشان د سوځولو ويډيو په ټولنيزو.رسنيو کې خپره کړه او د دې ويډويو تر څنګ يې د مسمانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډکې او پارونکي خبري وکړې.

بايد وويل شي چې په سويډن کې د سخت دريزي سټريم کرس ګوند مشر راسموس يو ځل مخکې هم د مسمانو ديني مقدساتو ته په بې احترامي تورن شوی وو. چې د پوليسو له خوا هغه وخت هم نيول شوی وو. چې له څه مودې بند وروسته بيرته ازاد کړای شو.

په سويډن کې د قران کريم د سوځولو پر ضد لاريونونه په مالمو ښار کې تر سره شول ، چې په لومړي سر کې سوله اميز خو وروسته لاريون په تاوتريخوالي بدل شو. لاريون والو اورګاډي او موټرانو ته اورونه ورته کړل.

د سويډن پوليسو رسنيو ته ويلي چې لاريونونه يې کابو کړي خو په دې اړه تحقيقات لا روان دي.

پوليسو رسنيو ته ويلي چې تر اوسه لا دا نه ده معلومه شوي چې د سټريم کرس سحت دريزي ګوند مشر راسموس ولي قران کريم ته اور ورته کول. پوليسو ويلي چې ددې پيښې د انګيزي په اړه يې پلټنې رواني دي.

هيره دې نه وي چې دری ورځي مخکې د اګست په ۲۷ مه د په يو بل اورپايې هيواد کې نوي لانډ کې هغه استرليايې ټباره هاريس ترنت هم په يوه جومات د بريد له امله په عمري بند محکوم شو.

هاريس ترنټ چې ۲۰۱۹ کال د مارچ په مياشت کې د نوي لانډ په کرايسټ ښار کې په دوو جوماتونو بريد وکړ. چې له امله ۵۱ مسلمانان چې پر عبادت بوخت ول شهيدان کړل.

دا يوه داسې پيښه وه چې د ټولي نړۍ ملسمانان يې هيښ کړل. او د نړۍ په هر ګوټ کې هريس ترنت پر ضد لاريونونه تر سره شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.