The news is by your side.

خامنه یي: امارت به د خپلې تېروتنې لوی پور پرې کړي

خبریال وېب پاڼه/ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د اسرایلو سره د متحده عربي اماراتو د بیا ځل اړیکو جوړولو له امله په اماراتو غوسه دی.

خامنه یي وایي اماراتو ډېره لویه تېروتنه وکړه او د دې تېروتنې ستر پور به پرې کوي.

ایت الله علي خامنه یي د اماراتو دا کار د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمي عربو هېوادونو او فلسطین سره ستر خیانت بللی دی.

خامنه یي وایي متحده عربي اماراتو د امریکا په غوښتنه دومره ستره او سختخ پرېکړه په ډېرې اسانۍ وکړه.

په دې وروستیو ورځو کې د اسراییلو او متحده عربي اماراتو تر منځ د اړیکو د عادي کېدو له امله ټول اسلامي حکومتونه خفه دي او دا د عربي هېواد فلسطین سره لوی خیانت ښیي.

د دواړو حکومتونو تر منځ د اړیکو بېرته عادي کولو پرېکړه د امریکا په منځګړیتوب وشوه چې له مخې به یې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې له یو بل سره اړیکې پالي، متحده عربي اماراتو له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو په پار پر اسراییلو ټول بندیزونه هم لغوه کړل. او د دواړو هېوادونو د اړیکو په تړاو تړون هم لاسلیک شو، چې له مخې به یې امارات هڅه وکړي څو نور اسلامي هېوادونه هم له دوی سره په تړون کې ور ګډ شي.

د اماراتو له دې پرېکړې اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه عربي هېوادونه خوښ نه دي، د متحده اماراتو پر حکومت غوسه دي او پر دې پرېکړې یې توندې نیوکې هم کړي دي

په ورته مهال د قطر پخواني حکومتي چارواکي حمد بن جاسم الثاني د عربو هېوادونو اوسنی وضعیت بد او د درنې اندېښنې وړ بللی دی.

نوموړی وایي، د عربي هېوادونو وضعیت له پخوا ډېر بد شوی او اوسنی بد وضعیت یې بیخي د ژړا وړ دی.

حمد بن جاسم الثاني له یوې عربي ورځپاڼې سره په مرکه کې د عربي هېوادونو اوسنی نازک وضعیت د عربو هېوادونو تر منځ د خپل منځیو اختلافاتو او ستونزو له امله بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.