بریتانیا: ‌د کرونا وایرس په تړاو حکومت ته د ۲۲۹ ساینسپو هانو لیک

خبریال ویب پاڼه / د بریتانیا د بیلا بیلو پوهنتونونو (۲۲۹) ساینسپوهانو په یوه خوله د کرونا وایرس سره د مبارزې په تړاو پر حکومت ستراتېژي نیوکه کړې او ویلي یې دي‌چې د بریتانیا د حکومت اوسنۍ ستراتېژي د هیواد روغتیايي سیستم (ان ایچ اس) له سخت ستونزمن حالت سره مخامخ ولای شي‌.

د ساینسپوهانو دا ډلي حکومت ته یو پرانیستی لیک لیکی دی چې په واضحه الفاظو ورکي ‌لیکل شوي دي‌ چې اوسنۍ ستراتېژي به نه یوازي ‌دا چې روغتیايي ‌سیستم له ننګونو سره مخامخ کړي بلکه په وایرس د ککړو کسانو شمېر او د مرګ کچه به ډېره لوړه شي .

د ساینسپوهانو دا ډلي ‌پر حکومت په داسي‌ وخت کې نیوکه وکړه او دا لیک یې دوی ته په لاس لیک شوې بڼه ورواستاوه چې بریتانیا کې په یوه ورځ‌ د کرونا وایرس د وژل شویو کسانو شمیره دوه برابره شوه .

ساینسپوهانو د حکومت دا دریځ هم تر پوښتنې لاندي راوستی دی چې خلک به له محدودیتونو یا بندیزونو سرغړونه وکړي‌ که چېرته ژر ولګول شي .‌

هم مهاله د بېړني‌ حالت لپاره د حکومت ساینسي مشورتي ډلي‌(سیج)‌وړاندیز کړی چې د زیانمنو وګړو د ساتنې او پالنې لپاره د کورنۍ انزوا یا پخپله قرنطین کېدو په شمول باید بیړني اقدامات وشي .

د کرونا د وبايي ‌وایرس سره د مبارزې په تړاو د بریتانیا او په ځانګړي ‌ډول د انګلستان چلند خورا متضاد دی .‌ ټوله ایټالیا د تېري‌ سه شنبې را وروسته مکمله بنده ده ؛‌پولنډ د دوو اونیو لپاره خپل ټول سرحدونه تړلي ‌دي‌؛‌ د تېري شنبې له شپې فرانسې د خپلو ټولو عامه ځایونو د تړلو امر کړی دی او هسپانیا د دوشنبې له ورځې د کرونا سره د مبارزې پر پار د دوو اونیو لپاره ملي‌ بندیز اعلان کړی دی .‌

د بریتانیا حکومت ته د ۲۲۹ساینسپوهانو له لوري ‌په لیکل شوي ‌پرانیستي لیک کې استدلال شوی چې د « ټولنیزواټن » تدابیر به په ډراماتیکه توګه په انګلستان کې د کرونا وایرس زور کم کړي او زرګونه کسان به وژغورل شي .

په بریتانیا کې د شنبې په ورځ په ناببره توګه د روغتیا ملي‌ادارې اعلان وکړ چې په تېرو (۲۴) ساعتونو کې د کرونا وایرس څخه د وژل شویو کسانو شمېر دوه برابره شو ؛ اوس په بریتانیا د شنبې تر ورځې په بریتانیا کې (۲۱ ) کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو او په دغه وایرس د ککړو کسانو شمېره تر ۱۱۴۰ پوري رسېدلې وه .

د هم دغه تېري ورځې د شمېرو پر اساس د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه وکړه چې بریتانیا هم په هغه لیست کې شامله کړي چې امریکا ته د سفر د پابندي پر پار لګېدلی وو.

تر اوسه په بریتانیا کې ژوند د معمول په شان روان دی ؛ خو بیا هم له کرونا وایرس نه وېره زښته زیاته شوې ده ،‌اکثره کاریګرو کارونه پرې ایښي دي‌؛‌او په ډېرو مغازو کې د ځینو طبعي‌ او نورو توکو کمبوت راغلی دی .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum