امریکا له افغانستان نه ورغلي‌(۳۰۰) پوځیان قرنطین کړل

خبریال ویب پاڼه / د امریکا متحده ایالاتو تر (۳۰۰) د زیاتو پوځیانو ډله چې له افغانستان نه تازه امریکا ته ستانه شوي قرنطین کړي دي‌. دغه پوځیان د فورټ‌ بریګ له لاري ‌شمالي کارولینا ته ستانه شوي دي .

د کرونا وایرس سره د مبارزې په پایله کې د امریکا متحده ایالات هغه ټول ۱۲۰۰ پوځیانو پاتې نور هم ښايي قرنطین کړي‌ چې د ناټو تر مشري‌لاندي یې په افغانستان کې ماموریت کاوه او اوس بېرته خپل هیواد ته د سنېدو په بهیر کې دي .

ویاند لیفټینټ کرنل مایک برنز وايي‌چې زاړه کسان چې د پوستې څخه بهر یا شخصي هستوګنه کې ژوند کوي د دوی په استوګنځي کې قرنطین کیږي. هغه کسان چې معمولا په بیرکونو کې ګمارل شوي وي ، یا محلي استوګنځی نلري ، به په فورګ بریګ کې به قرنطین شي. چارواکي د دې په لټه کې دي چې سرتیرو ته خدمتونه چمتو کړي. ښاغلي‌برنز زیاتوي چې موږ د هغو لپاره د تفریح ​​، انټرنیټ ، تلیفون خدماتو ، او ورته توکو موندلو لارو په لټه کې یو. څو دوی ځانونه آزاد او صحتمند احساس کړي‌.

امریکا متحده ایالاتو د کرونا وایرس په وړاندي ملي‌ بېړنی حالت اعلان کړی دی او د پوځ د پالیسي له مخي هغه ټول سرتېري ‌او افسران قرنطین کېږي چې له کرونا ځپلو هیوادونو بېرته خپل هیواد ته ستنېږي‌.

د امریکا پوځ له خولې ارمي ټایمز ویب پاڼه لیکي چې په هر پوځي کې چې د ناروغي څرک ولیدل شي هغه به تر درملنې لاندي ‌نیول کېږي‌ تر څو په بشپړه توګه روغ رمټ شي .

د یادولو وړده چې د مارچ میاشتي پر لسمه نېټه د امریکایي ځواکونو ویاند

 ډګروال سوني لېګیټ خبر ورکړ چې له افغانستان څخه یې د عسکرو د وتلو لړۍ پیل کړه .‌

د امریکا متحده ایالاتو پوځ به په (۱۳۵) ورځو کې له (۱۳۰۰۰) نه (۸۶۰۰)‌ ته په افغانستان کې د خپل پوځ شمېر راټیټوي‌.

د امریکا پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په داسي ‌وخت کې له افغانستان نه د پوځ د وتلو اعلان وکړ چې تازه په افغانستان کې اشرف غني‌ د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په افغانستان کې په رسمي ډول د یوه نوي‌ حکومت پیل شو ، خو دا حکومت  سره هم مهاله پخواني‌ اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم خپل ځان « ځان بللی ولسمشر» اعلان کړ.

په افغانستان کې د ټانو او طالبانو سره د سولي ‌ستونزه پر خپل ځای ؛ خو اوس په نړۍ کې د کرونا وایرس له کبله په ډېری هیوادونو کې بېړنی حالت دی .

کرونا وایرس د نړۍ تر ۱۵۰ زیاتو هیوادونو ته خپور شوی او د روغتیا نړۍ وال سازمان نړۍ واله اوبا اعان کړې ده .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More