سپینه ماڼۍ وايي د ولسمشر ټرمپ د کرونا ټیسټ منفي دی

خبریال ویب پاڼه / تېره شپه ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا وایرس په تړاو معینات وکړل چې نتیجه یې منفي‌ اعلان شوه .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ او د هغه مرستیال مایک پینس سره تر لیدلو وروسته د برازیل د جمهور ریس د اړیکو مشر فیبیووجنګارټن د کرونا په ناروغي ‌اخته بلل شوی وو .

فیبیووجنګارټن د یوه لوړرتبه برازیلي‌ پلاوي په ملتیا د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډونالډ‌ټرمپ‌ د مارالاګو په میلمستون کې له ښاغلي ‌ټرمپ سره لیدلي وو .

نیویارک ټایمز خبر ورکړ چې فیبیووجنګارټن چې کله خپل هیواد ته ستون شو؛ تبه ورباندي ‌راغله او له پوزي ‌یې اوبه رواني‌شوې . کله چې فیبیووجنګارټن د کرونا ټیسټ‌وکړ نو د هغه ناروغي ‌مثبته راووته . نوموړی له برازیلین پلاوي‌ سره د تېري‌ شنبې په شپه د ولسمشر ټرمپ میلمه وو.

فیبیووجنګارټن خو په دغه وایرس ککړ شوی ، خو د هغه نور پاتې هیئت ټیسټونه لا تر اوسه نه دي ‌شوي‌.

فیبیووجنګارټن او برازیلین پلاوي ‌ته د ټرمپ‌ل ه لوري‌ په جوړه شوې مېلمستیا کې د ښاغلي ‌ټرمپ ‌لور ایونکا ټرمپ د نوموړي‌ زوم جراډ‌کشنر هم شامل وو.‌

پوښتنه داوه چې ایا ټرمپ‌ هم په دغه وبايي وایرس اخته شوی ؟

تېره شپه سي این این تلویزون خبر ورکړ چې ښاغلي ټرمپ د کرونا وایرس ټیسټ کړی او د پایلي یانتیجې انتظار کوي ؛‌ وروسته څرګنده شوه چې د ښاغلي‌ ټرمپ د کرونا وایرس ټیسټونه منفي‌ دي‌ او هغه له دغه وایرس نه پاک دی .‌

رپوټونه کاږي‌ چې د ټرمپ لور ایونکا ټرمپ په خپله خوښه په خپل کور کې ځان قرنټین کړی دی . دا لا روښانه نه ده چې د نومړې د کرونا وایرس ټیسټونه مثبت او که منفي‌ دي‌ ؛ خو د هغې د کرنټین کېدو په تړاو په رسنیو کې خبرونه خپرېږي .‌

د نړۍ ځینې مخکښې څېرې په کرونا ناروغي اخته شوې چې یوه یې د کانډا د لمړي وزیر مېرمن صوفي‌ ګرګوار ده چې ټیسټونه یې مثبت دي .

کرونا وایرس په نړۍ واله وبا اوښتی او د نړۍ تر ۱۵۰ زیاتو هیوادونو کې خلک په اخته شوي دي .

د امریکا متحده ایالاتو ملي‌بېړنی حالت اعلان کړی دی او په سپین ؛ ‌ایټالیا ؛ فرانسه ؛ جرمي او ایران کې کرونا وایرس داسي‌سر اخیستی چې کابو کول یې اسانه نه برېښي .

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy