بریتانیا:کرونا وایرس ۱۴ نور ووژل (۱۳۷۲) ککړ دي‌

خبریال ویب پاڼه / په بریتانیا کې شېبه وړاندي‌ د روغتیا ملي ادارې اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وایرس ۲۳۲ نور کسان یولي او ۱۴ یې وژلي دي .

اوس په ټوله بریتانیا کې په کرونا وایرس د ککړ شویو کسانو شمېر ۱۳۷۲ او د مړو شمېر ۳۵ دېرشو ته ورسېدو .

په مړو شویو کې لمړنی مړی پنځوس کلن سړی هم شامل شو .‌

د بریتانیا د بیلا بیلو پوهنتونونو (۲۲۹) ساینسپوهانو په یوه خوله د کرونا وایرس سره د مبارزې په تړاو پر حکومت ستراتېژي نیوکه کړې او ویلي یې دي‌چې د بریتانیا د حکومت اوسنۍ ستراتېژي د هیواد روغتیايي سیستم (ان ایچ اس) له سخت ستونزمن حالت سره مخامخ ولای شي‌.

د ساینسپوهانو دا ډلي حکومت ته یو پرانیستی لیک لیکی دی چې په واضحه الفاظو ورکي ‌لیکل شوي دي‌ چې اوسنۍ ستراتېژي به نه یوازي ‌دا چې روغتیايي ‌سیستم له ننګونو سره مخامخ کړي بلکه په وایرس د ککړو کسانو شمېر او د مرګ کچه به ډېره لوړه شي .

د ساینسپوهانو دا ډلي ‌پر حکومت په داسي‌ وخت کې نیوکه وکړه او دا لیک یې دوی ته په لاس لیک شوې بڼه ورواستاوه چې بریتانیا کې په یوه ورځ‌ د کرونا وایرس د وژل شویو کسانو شمیره دوه برابره شوه .

ساینسپوهانو د حکومت دا دریځ هم تر پوښتنې لاندي راوستی دی چې خلک به له محدودیتونو یا بندیزونو سرغړونه وکړي‌ که چېرته ژر ولګول شي .‌

هم مهاله د بېړني‌ حالت لپاره د حکومت ساینسي مشورتي ډلي‌(سیج)‌وړاندیز کړی چې د زیانمنو وګړو د ساتنې او پالنې لپاره د کورنۍ انزوا یا پخپله قرنطین کېدو په شمول باید بیړني اقدامات وشي .

د کرونا د وبايي ‌وایرس سره د مبارزې په تړاو د بریتانیا او په ځانګړي ‌ډول د انګلستان چلند خورا متضاد دی .‌ ټوله ایټالیا د تېري‌ سه شنبې را وروسته مکمله بنده ده ؛‌پولنډ د دوو اونیو لپاره خپل ټول سرحدونه تړلي ‌دي‌؛‌ د تېري شنبې له شپې فرانسې د خپلو ټولو عامه ځایونو د تړلو امر کړی دی او هسپانیا د دوشنبې له ورځې د کرونا سره د مبارزې پر پار د دوو اونیو لپاره ملي‌ بندیز اعلان کړی دی .‌

ساینسپوهان او ډېری روغتیا پوهان وايي که بریتانیا په مکمله توګه ونه تړل شي ښايي دلته هم د ایټلي ‌په څېر حالت جوړ شي چې بیا به یې د روغتیا ملي‌ادارې ته د کنټرول کومه لاره پاتې نه وي .

د بوریس جانسن پر حکومت سختي‌ نیوکې رواني ‌دي‌، خو بیا هم دغه حکومت خلک عادي پرې ایښي دي ‌او ښوونځي ‌او پوهنتونونه هم په نور مال ډول پرانیستي‌ دي‌.

بریتانیا کې وګړي‌ د ډېری نورو هیوادونو برخلاف یوازي او یوازي د حکومت پر پرېکړو عمل کوي ، خلک داسي ‌فکر کوي چې حکومت یې په هر څه پوهېږي‌او دوی وړ کسان حکومت ولۍ ته غووره کړي‌ دي‌،‌خو په لویه کې د کرونا وایرس سره د مبارزې په سلسله کې اوس پر حکومت شکونه را پیدا شوي‌ دي .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum