طالبانو په افغانستان کې د بریدونو د ځنډولو خبر ورکړ

خبریال ویب پاڼه / د پاکستان رسنیو خبر ورکړ چې طالبانو په افغانستان کې پسرلني عملیات ځنډولي دي‌. پاکستان ټوډې د طالبانو له خولې لیکي چې د عملیاتو د ځنډولو پرېکړه یې د کرونا وایرس سره د مبارزې له کبله کړې ده .

د طالبانو ویاند سهیل شاهین وویل پاکستاني رسنیو ته ویلي چې :  “وروستي معلوماتو او د کارپوهانو تحلیلونو ته په پام سره  موږ په دې وخت کې پریکړه کړې چې د پسرلي بریدونه ځنډوو.“ ټاکل شوې وه چې طالبان د مارچ پر ۱۳ نېټه په ټول افغانستان کې پسرلني عملیات پیل کړي . طالبانو ویلي‌ دي چې عملیات یې د سولي‌لپاره نه دي ځنډولي بلکه د کرونا وایرس لپاره یې ځنډولي‌ دي .

وسله والو طالبانو د تېري فبروري میاشتې پر ۲۹ نېټه په قطر کې له امریکا یانو سره د سولي ‌تړون لاس لیک کړ؛ خو پر افغانانو یې بریدونو ته دوام ورکړ. د طالبانو دغې پرېکړي ددغه ډلي ‌خلاف سخت غبرګونونه را وپارول . که څه هم طالبانو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې بریدونه او پسرلني عملیات یې د کرونا وایرس له کبله ځنډولي دي‌ ؛ خو ډېری نور بیا په دې باور دي چې پر طالبانو د امریکا متحده ایالاتو فشار اچولی چې نور دافغانانو خلاف هم عملیات وځنډوي .  تېره اونۍ د امریکا د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مکینزي ویلي وو چې فکر نه کوم طالبان دي‌د سولي ‌په تړون عمل وکړي‌، ځکه تر اوسه ‌د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ کمی نه دی راغلی .‌

نوموړي دا خبرې په سنا کې د وسله وال پوځ د خدمتونو کمېټې غړو ته کړې دي . د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مکینزي د منځني ختيځ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړپوړی قوماندان دی ؛ هغه شک ښيي چې طالبان به د سولي‌ هوکړه عملي ‌نه کړي‌ او که بریدونه هم دا ډول دوام ومومي‌ په کار دي سیاسي ‌مشران یې په تړاو پرېکړه وکړي‌. هم دا راز ډېری نورو امریکا يي سناتورانو هم پر سپینه ماڼۍ فشار راوړی وو چې طالبان د افغان حکومت خلاف له جګړې کښېنوي ، خو ظاهرأ طالبانو دا خبره نه منله . اوس طالبانو ته هم د کرونا وایرس پلمه په لاس ورغلې او دا موضوع یې د عملیاتو د اودرولو بهانه کړې ده . افغانان وايي چې په هر نامه په افغانستان کې جګړه اودریږي دوی یې هرکلی کوي . د طالبانو اوسني د جګړې بندولو ته لا تراوسه افغان حکومت غبرګون نه دی ښودلی خو په لویه کې هر افغان د جګړې د بندښت غوښتونکی دی .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More