fbpx

پاکستان کې ټاکنو ته ۶ ورځې پاتې دي

د راپورونو په اساس د پاکستان ټاکنو ته ۶ ورځې پاتې دي او په یاد هېواد کې د سیاسي ګوندونو تر منځ کمپایني رقابت اوج ته رسېدلی دی.

 هر هغه ګوند چې په راتلونکو ټاکنو کې بریالی کېږي نو باید بېړني اقدامات او سختې پرېکړې وکړي، ځکه په یاد هېواد کې ستونزې خورا ډېرې دي.

په پاکستان کې د ستونزو په اړه اسوشیټیډپرس خبري اژانس د راتلونکي حکومت لپاره اساسي ستونزو ته کتنه کړې ده. یادې ویبپاڼې ترهګري تر ټولو ستره او لومړنۍ ستونزه یاده کړې، چې باید پر وړاندې یې عاجل اقدامات وشي، خو که چېرته داسې ونه شي نو ښایي پاکستان له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

که څه هم پاکستاني چارواکي په یاد هېواد کې د ترهګرۍ ختمولو خبره کوي، خو د څېړونکو په بارو پاکستان لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې بریالي ګامونه نه دي پورته کړي.

 ورځپاڼې دغه راز د راتلونکي حکومت پر وړاندې، اقتصادي ستونزې، د نفوسو زیاتوالی د اوبو کموالی او د ملکي حکومت او پوځ تر منځ پراخ واټن هغه ستونزې یادې کړې، چې باید په اړه یې بېړني او اساسي ګامونه پورته شي، څو یاد هېواد له ستر بحرانه وژغوري. د ورځپاڼې په باور که راتلونکی حکومت د دې ستونزو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي نو ښایي یاد هېواد له ډېرو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان شي، چې بیا به یې ترې خلاصېدل ډېر وخت ونیسي.