fbpx

کرزي وايي د بهرنیو ځواکونو بریدونه د زغم وړ نه دي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندز ولایت په چهاردې ولسوالۍ کې د بهرنیو هوایي ځواکونو لخوا د کورونو په نښه کول په سختو ټکو غندلي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، کرزی هغه برید چې د راپورونو له مخې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکیان په نښه شوي په کلکو ټکو غندي او زیاتوي، چې د افغانانو د کلیو او کورونو بمبارول د ټولو بشري او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او دا کار نور هېڅ د زغم وړ نه دی.

 د خبرپاڼې له مخې، کرزي په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د هوایي عملیاتو په پایله کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او له افغان حکومت نه یې په کلکه غوښتې، چې د بهرنیانو له لورې دې د ورته خپلسریو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي. نوموړي دغه راز له نړیوالي ټولنې نه هم غوښتنه کړې چې د دې بشر ضد کړنو د مخنیوي لپاره دې اړین اقدامات وکړي.

Loading...